د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۷

ډنمارک د کرونا د خپرېدو مخنیوي لپاره لګول شوي ټول بندیزونه لیرې کړل


ډنمارک کې د کرونا له امله د لګول شویو بندیزونو له لیرې کولو وروسته د یوه بار بهر ناست خلک
ډنمارک کې د کرونا له امله د لګول شویو بندیزونو له لیرې کولو وروسته د یوه بار بهر ناست خلک

ډنمارک د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره په کور دننه ټول بندیزونه لیرې کړل.

دا د اروپایي ټولنې د یوه غړي له لوري لومړنی اقدام دی او هغه وروسته له دې کېږي چې د ډنمارک له ۱۲ کلونو پورته وګړو په ۱۰۰ کې له ۸۰ زیات‌یې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په وړاندې د واکسین دوه ډوزه چې ورته اړتیا ده، ترلاسه کړي دي.

له نن څخه په ډنمارک کې نور دې ته اړتیا نه‌شته چې یو څوک دې رستورانتونو ته د ننوتو لپاره د واکسین تصدیق ولري.

د اګسټ له نیمایي هم په عامه ترانسپورټ کې ماسک اغوستل اجباري نه‌دي.

XS
SM
MD
LG