د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

د ایران ولسمشر: هڅه کوو د خبرو له لارې پر ایران د امریکا بندیزونه لیرې شي


د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وایي، تهران د خبرو له لارې هڅه کوي چې پر ایران د امریکا لګول شوي بندیزونه لیرې شي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې رئیسي پرون شنبه دولتي ټلوېزیون ته وویل چې د امریکا په ګډون لوېدیځ د فشار له لارې له ایران سره د خبرو د دوام غوښتونکي دي، خو نوموړي دا ډول خبرې تر پوښتنې لاندې راوستې.

ښاغلي رئیسي زیاته کړه چې مخکې یې دا خبره کړې چې د ایران د حکومت د اجنډا له مخې به دغه خبرې مخ ته وړي، خو داسې خبرې چې نتیجه ورکړي.

فرانسه او جرمني چې له ایران سره د سترو قدرتونو د اټمي تړون دوه لاسلیکوونکي دي، د خبرو مېز ته د ایران د بېرته ستنولو غوښتونکي دي.

د ایران اټمي تأسیساتو په اړه د نړۍ شپږو قدرتونو مذاکرات
د ایران اټمي تأسیساتو په اړه د نړۍ شپږو قدرتونو مذاکرات

وروسته له هغې چې رئیسي په تېره جون میاشت کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی اعلان شو، د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د ایران د اټمي تړون د احیا لپاره خبرې درېدلې دي.

پاریس هغو اندېښنو ته په پام چې لوېدیځ‌یې د ایران د اټمي پروګرام د پراختیا په اړه لري د دې غوښتونکی دی چې له تهران سره دې خبرې سمدستي بېرته پیل شي.

فرانسې، جرمني او بریتانیا تېره میاشت د نړیوالې اټمي انرژۍ د ادارې د راپور په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. په هغه راپور کې چې د اګسټ په ۱۷مه خپور شو، دغې ادارې ویلي و چې ایران د نطنز په اټمي تأسیساتو کې تر ۶۰ په سلو کې د یورانیمو د غني کولو چارې مخ ته وړي.

د نطنز اټمي تأسیسات
د نطنز اټمي تأسیسات

ایران د اټم بم د جوړولو لپاره هغو یورانیمو ته اړتیا لري چې تر ۹۰ په سلو کې غني شوي وي.

د ایران او د نړۍ شپږو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون له مخې ایران کولای شي چې یورانیم یوازې تر څه کم څلور په سلو کې غني کړي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ چې ایران‌یې له دغه تړون څخه په سرغړونه تورن کړی و، خپل هېواد په ۲۰۱۸ کال له دغه تړون څخه وایست او پر تهران‌یې بېرته سخت اقتصادي بندیزونه ولګول.

ایران هم له هغه مهال راهیسې له خپله اړخه په تدریجي ډول په دغه تړون کې کړې ژمې تر پښو لاندې کړې دي.

XS
SM
MD
LG