ځینې معتادین په کلونو کلونو له خپلو کورونو ورک وي او د خپلو مېرمنو روا غوښتنې نه شي ور پوره کولی له همدې امله ډېری ښځې له خپلو معتادو مېړونو څخه د خلعې يا طلاق غوښتنه کوي.
دا چې په اسلام مبارک دین کې د دغه ډول ښځو د طلاق حکم څه دی؟
که ښځه له خپل معتاد مېړه څخه خلعه یا د نکاح ختمېدل وغواړي، نو مرجع یې چېرې ده؟
په څه ډول به طلاق ځینې اخلي؟
په دې اړه د ازادي راډیو خبریال له مولوي احسان الحق حنفي سره مرکه کړې.
نوموړي په پیل کې پوښتلی چې د اسلام له نظره په کوم حالت کې ښځه له مېړه څخه د خلعې غوښتنه کولای شي؟
دا مرکه د لاندې تړونې په کېکاږلو سره واورئ: