د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۳

ترکمنستان کې د کووېډ-۱۹ له امله د تلفاتو شمېرې په زیاتېدو دي


د ترکمنستان یو روغتون
د ترکمنستان یو روغتون

په عشق اباد کې روغتیایي سرچینې په دې باور دي چې په ترکمنستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د تلفاتو شمېرې په زیاتېدو دي، خو د دې هېواد حکومت تر اوسه په ښکاره د کرونا وبا د یوې پېښې اعلان هم نه دی کړی.

دا سرچینې چې په علني ډول یې د خبرو اجازه نه لرله، د ازادي راډیو ترکمن څانګې ته وویل، تېره اوونۍ په عشق اباد کې د کرونا د تلفاتو ورځنۍ شمېرې تر اویاو ورسېدې.

د ترکمنستان له څه باندې شپږ میلیونه نفوس څخه شااوخوا یو میلیون په پلازمېنه عشق اباد کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG