د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۱

د کرونا ویروس؛ د ایران لویو ښارونو کې ۶ ورځنی ټولبند نافذیږي


د ایران په یوه روغتونو کې په کرونا ویروس اخته یو ناروغ
د ایران په یوه روغتونو کې په کرونا ویروس اخته یو ناروغ

په پام کې ده، د ایران په لویو ښارونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره شپږورځنی عمومي ټولبند نافذ شي.

دا اعلان وروسته تر دې کېږي چې رسنیو د شنبې په ورځ د کرونا ویروس د پنځمې څپې له کبله د دغو ښارونو د ځپل کېدو خبر ورکړ.

دغه ټولبند به سر له دوشنبې تر را روانې شنبې د ایران په ټولو ښارونو کې پر بازارونو، مارکیټونو، عمومي دفترونو، سینماګانو، سپورټي مرکزونو او رستورانټونو عملي کېږي.

د ایران هغې کاري ډلې چې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره ګمارل شوې، له نن یکشنبه تر را روانې جمعې پورې د ایران د ټولو ښارونو ترمنځ سفرونه منع کړي دي.

ایران پرون شنبه په کرونا ویروس د ۴۶۶ کسانو مړینه او د ۲۹زره او۷۰۰ کسانو اخته کېدو ثبت کړل.

له دې سره په ټوله کې د مثبتو پېښو شمېر څلورو میلیونو او څلوېښتو زرو ته نږدې شو او د مړو شمېر تر ۹۷زرو او ۲۰۰ زیات دی.

XS
SM
MD
LG