د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۱

کرونا؛ امریکا د اخته کسانو د درملنې لپاره کافي بسترونه نه لري


د امریکا یو روغتون
د امریکا یو روغتون

د امریکا په څو ایالاتونو کې د روغتونونو چارواکي وايي چې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو د علاج لپاره کافي بسترونه نه لري.

د الاباما ایالت والي کای اېوي پرون جمعه وروسته له هغه بېړنی حالت اعلان کړ چې د امریکا د دې جنوبي ایالت روغتیايي چارواکو د کووېډ- ۱۹ د ناروغانو د مواردو د زیاتېدو خبر ورکړ.

ښاغلي اېوي وویل، د بېړني حالت د اعلان هدف دا دی چې د روغتیايي خدماتو د مسوولانو د فعالیت چارې اسانه شي.

په اورېګان ایالت کې هم چې سیمه ییز حکومت له روغتونونو او روغتیاپالانو سره د مرستې لپاره د ملي ګارد د یو نیم زر سرتېرو د استولو پلان اعلان کړی، روغتونو د ناروغانو په منلو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د هاوايي په ګډون د امریکا په یو شمېر نورو ایالاتونو کې هم په کرونا ویروس د اخته کسانو د شمېر د زیاتېدو خبرداری ورکړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG