د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۱

امریکا د خوندیتوب کمزوري سیستم لرونکو ته د کرونا ضد واکسین بل ستن لګوي


ارشیف، امریکا کې د کرونا ضد واکسین د تطبیق لړۍ
ارشیف، امریکا کې د کرونا ضد واکسین د تطبیق لړۍ

د امریکا متحده ایالاتو د خوړو او درملو د تنظیم ادارې هغو کسانو ته چې د خوندیتوب سیستم‌یې کمزوری دی، د 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین د بلې ستنې لګول تصویب کړل.

د دې ادارې په وینا، له دې سره به دغو کسانو ته د کرونا ویروس په وړاندې بهتر خوندیتوب په برخه شي.

د خوړو او درملو د تنظیم ادارې پرون اعلان وکړ چې دا پلان به پر ملیونونو امریکایانو تطبیق شي چې د بدن د غړو د پیوند، ځانګړو سرطانونو یا هم نورو اختلالاتو له کبله زیانګالي دي.

د فرانسې او اسرائیل په ګډون ځینو نورو هېوادونو هم خپلو وګړو ته د واکسین د بلې ستنې لګولو وړاندیز کړی دی.

XS
SM
MD
LG