د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۳۶

د باواریا صدراعظم: د کرونا وبا ۴مه څپه به مني کې جرمني ته ورسېږي


د جرمني د باواریا ایالت صدراعظم مارکوس سودر
د جرمني د باواریا ایالت صدراعظم مارکوس سودر

د جرمني د باواریا ایالت صدراعظم وايي، د کرونا وبا څلورمه څپه به د مني په موسم کې دغه هېواد ته ورسېږي.

د رویټرز خبري اژانس په حواله، مارکوس سودر(Markus Soeder) پرون سې شنبه له ایالتي مشرانو سره د صدراعظم انګېلا مېرکل تر کتنې وروسته وویل، هغه څه چې مشخص دي دا دي چې د کرونا ویروس یا کووېډـ۱۹ ناروغۍ څلورمه څپه را روانه ده چې ښايي د مني په موسم کې جرمني ته ورسېږي.

د باواریا ایالت د صدراعظم په خبره، په جرمني کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو حد ته په پام سره بې احتیاطي په کار نه ده.

تر اوسه په جرمني کې تر میلیونونو او ۸ لکو زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي او په دې ویروس د مړو شمېر تر ۹۲زرو او ۳۰۰ زیات ښوول شوی دی.

XS
SM
MD
LG