تمه ده چې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون به په یوه یاد داشت کې د دې هېواد له ټولو ځواکونو وغواړي چې د سېپټمبر تر ۱۵مې نېټې پورې ځان د کرونا ویروس پر وړاندې واکسین کړي.
په متحدو ایالاتونو کې د کرونا ویروس د پېښو له زیاتیدو سره ښایي دا نېټه رامخ ته شي.
دا به په نړۍ کې د کووېډ – ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې د واکسین یو مهم امر وي چې په ترڅ کې به یې د متحدو ایالاتونو د اردو د فعال او احتیاطي پرسونل له دوه میلیونه زیات غړي واکسین کېږي.
په پام کې وه چې دغه امر پرون دوشنبې صادر شي، خو د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن ویلي چې په دې برخه کې د ولسمشر جو بایډن منظوري ته منتظر دی.
ولسمشر بایډن تر دې مخکې د فدرالي پرسونل پر هغو غړیو چې نه دي واکسین شوي، د ماسکونو د اغوستو په ګډون یو لړ محدودیتونه وضع کړي دي.