د چین په مرکزي ښار وهان کې چارواکي وايي، د دغه ښار څه باندې ۱۱ میلیونه اوسېدونکي د کرونا ویروس د تازه پېښو تر زیاتېدو وروسته معاینه شوي دي.
د وهان جګپوړې چارواکې لي تاو پرون یکشنبه (د زمري ۱۷مه) یوه کنفرانس ته وویل، دغو معایناتو چې تر شپږکلنۍ واړه ماشومان ورڅخه مستثنی دي، اساساً د ښار ټول اوسېدونکي تر پوښښ لاندې راوستلي.
دولتي اژانس سینهوا راپور ورکړی چې د ډله ییزو معایناتو پرمهال هم په وهان ښار کې د کرونا ویروس ۳۷ مثبتې پېښې ثبت شوې او په ۴۱ نورو کسانو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ نښې ولیدل شوې.
د ښار چارواکي وايي، دوی د معایناتو لپاره په ۲۸،۰۰۰ ساحو کې تر ۲۸،۰۰۰ زیات روغتیايي کاروونکي ګمارلي دي.
د ۲۰۱۹میلادي کال په وروستیو کې کرونا ویروس له همدغه ښاره نورو هېوادونو ته خپور شو.