مسعوده له هغو معتادانو څخه ده چې څو کاله د نشو درد ځورولې او په دې وروستیو وختونو کې يې نشه پرې ایښې ده.
دا وايي، خپل مېړه په نشو اخته کړه، خو د ښځينه معتادينو د درملنې په روغتيايي مرکز کې يې تر ۴۵ ورځو بستري کېدو وروسته درملنه وشوه او بېرته عادي ژوند ته راوګرځېده.
مسعوده وايي: "زه د کندز ولايت اوسېدونکې یمه، یو چا د معتادينو د علاج د مرکز پته راوښودله، زه هم راغلمه او دلته مې علاج وشو، يو څه موده مې په خپله خوښه له معاش پرته کار وکړ، وروسته ډاکټرانو لارښوونه راته وکړه چې دلته وظيفه اجرا کړم او د خپلو اولادونو لپاره يوه ښه مور واوسم، پرېکړه مې وکړه چې ښه شم او د خپلو اولادونو پالنه وکړم."
مسعوده له هغو لسګونو معتادینو څخه ده چې د نشې پرېښودلو کلک هوډ يې کړی و او د همدې کلک هوډ په مټ يې وکولای شوای چې عادي ژوند ته راوګرځي او د خپلې کورنۍ پالنه وکړي.
د مسعودې په اړه ارواپوهه مرسل احمدي وايي چې مسعوده اوس له روغتيايي پلوه بشپړه روغه شوې او د يوه سالم انسان په توګه خپل مسووليت ادا کوي: " کله چې يې موږ جسمي او رواني حالت ليده چې ورځ په ورځ جوړېږي او خپله يې هم خوښه وه چې جوړه شي، تر جوړېدو وروسته يې وغوښتل چې دلته وظيفه ولري، موږ هم همکاري ورسره وکړه چې پر خپلو پښو ودرېږي."
مسعوده د صفايي ترڅنګ له اشپزانو سره د خوړو په وېشلو کې مرسته کوي.
د دې روغتيايي مرکز اشپزه عايله هم د مسعودې له کاره راضي ده او وايي چې دا خپل مسووليتونه په ښه توګه ادا کوي: "مسعوده جان دلته لومړی د ناروغ په توګه بستري وه او وروسته وظیفه ورکړل شوه. دا ناروغانو ته ډوډۍ او چای ور وړي، لوښي او دسترخوان ټولوي، دا ټول مسوولیت د دې پرغاړه دی."
مسعوده ډېر وخت له معتادينو سره تېروي او کله کله له هغوی سره د زړه خواله هم کوي، په دې ډول هغوی خوشاله کېږي او باور کوي چې نشه پرېښودل کېدای شي.
د دې روغتيايي مرکز يوه معتاده حوا وايي: "زموږ سره يې ډېره مرسته کړې ده، تل يې د زړه خواله راسره کړې ده، وايي هېڅ اندېښنه مه کوئ جوړېږئ، تل موږ ته پام کوي."
ارواپوهان وايي چې د هدف ټاکل او کلک هوډ درلودل انسان په لومړي پړاو کې ژوند ته هيله من کوي او وروسته همدا هيله مندي د دې سبب کېږي چې انسان له خپلو هيلو سره بوخت پاتې شي او بېرته په نشو اخته نه اخته کېږي.
ددې راپور غږیزه بڼه ددې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ: