د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۱

د افغانستان عامې روغتیا وزارت: تر اوسه ۸۰ زره محصلین واکسین شوي


د کابل پوهنتون د محصلینو د واکسیناسیون لړۍ
د کابل پوهنتون د محصلینو د واکسیناسیون لړۍ

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، تر دې دمه ۸۰ زره محصلین واکسین شوي او په پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو مؤسسو کې د محصلانو واکسیناسیون دوام لري.

د دغه وزارت ویاند دستګیر نظري پرون ازادي راډیو ته وویل: "د لوړو زده‌کړو وزارت د محصلانو حاضري د واکسین د کارتونو پر اساس تنظیم کړې او تر دې دمه د پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو مؤسسو ۸۰ زره محصلینو واکسین لګولی."

د لوړو زده‌کړو وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د لوړو زده‌کړو مؤسسو درسونه به د محصلینو تر واکسین وروسته د اسد/زمري په ۱۶مه پيل شي.

وزارت په محصلینو باندې واکسین جبري کړی او ویلي یې دي چې د واکسین له کارت پرته خپلو تعلیمي ادارو ته نه‌شي ننوتلی.

د رسمي شمېرو له مخې، تر دې دمه په افغانستان کې ۱۴۸،۰۰۰ خلک په کرونا ویروس اخته او له ډلې یې شااوخوا ۶،۸۰۰ کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG