د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۲

ډاکټر نېکمل: په غزني کې د کرونا پېښې مخ په زیاتېدو دي


د غزني د عامې روغتیا رئیس ډاکټر ظاهرشاه نېکمل
د غزني د عامې روغتیا رئیس ډاکټر ظاهرشاه نېکمل

د غزني د روغتیا سیمه ییز چارواکي وايي، په دې ولایت کې بیا د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شوي.

د عامې روغتیا رییس ډاکټر ظاهرشاه نېکمل ازادي راډیو ته وویل، تېر اختر کې د خلکو بې احتیاطي او د روغتیا ادارې لارښوونو ته نه پاملرنې هغه څه دي چې د غزني مرکز ترڅنګ په ولسوالیو کې یې د یادې ناروغۍ ګراف لوړ کړی دی چې له امله یې ځینې کسان مړه شوي هم دي.

ښاغلي نېکمل زیاته کړه: "د کرونا وبا درېیمه څپه په ټول افغانستان په ځانګړي توګه په غزني کې هم په تیزۍ سره مخ پر وړاندې روانه ده، همدا اوس زموږ دا وروستۍ پایلې چې راغلي دي، تقریباً پنځوس فیصده معاینات چې موږ کړي مثبت راوتلي، یعنې که موږ سل نمونې مغاینه کړي، ۵۰ یې مثبت دي، دا په دې معنی ده چې اوس هم له بدغه مرغه د کرونا وبا پېښې په غزني کې کېږي، په ځانګړي توګه په ولسوالیو کې."

ډاکټر ظاهر شاه نېکمل زیاتوي، که د اختر په مراسمو کې خلکو احتیاطي تدابیر په پام کې نیولی وای، دومره ستونزه نه رامنځته کېده، خو له بده مرغه چې خلک هېڅ احتیاط نه کوي.

د ده په خبره، د کرونا ویروس واکسین نه لګول هم یوه لویه ستونزه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني مرکز ترڅنګ د ولسوالیو په بازارونو کې د اختر له رخصتیو وروسته بیا ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده، ډېری خلک د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د روغتیا ادارې سپارښتنې په پام کې نه نیسي، بلکې دسیسه او ریشخند یې بولي.

XS
SM
MD
LG