خبرونه
هرات کې د کیمياوي نشهيي موادو يو قاچاق کوونکی ونيول شو

په هرات ولايت کې د کیمياوي نشهيي موادو يو قاچاق کوونکی نیول شوی دی.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده رسنيو ته وويل چې د نشهيي موادو يو قاچاق کوونکی چې يو کال مخکې له پولیسو څخه تښتېدلی او پولیسو څاره، د هرات ښار په ارزاق واټ کې ونيول شو.
له دې قاچاق کوونکي سره وسله، پيسې او جعلي پېژندپاڼې هم نيول شوې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امریکا مخکینی ولسمشر جوبایډن د پروستات د سرطان په ناروغۍ اخته شوی دی

د امریکا د مخکیني ولسمشر جوبایډن دفتر اعلان کړی چې نوموړی د پروستات د سرطان په داسې یوه تهاجمي بڼه اخته شوی چې هډوکو ته رسېدلی دی.
د بایډن دفتر پرون یکشنبې (د ثور ۲۸مه) په یوه بیان کې وویل چې د پروستات سرطان د جمعې په ورځ د هغه د بولو له معاینې وروسته تشخیص شو.
د بیان له مخې ۸۲ کلن بایدن او کورنۍ یې اوس د درملنې لارې چارې لټوي.
ولسمشر ډونالډټرمپ پر ټروت ټولنیزه شبکه په یوه بیان کې ویلي دي چې دی او مېرمن یې میلانیا د بایډن د ناروغۍ د تشخیص د خبر په اورېدو خواشیني شول.
ټرمپ زیاتوي چې د بایډن مېرمنې جیل او نورې کورنۍ ته یې نیکې هیلې وړاندې کوي او د بایډن لپاره سمدستي روغتیا غواړي.
بایډن له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې د امریکا ولسمشر و.
اسراییل د غزې تړانګې ته په محدوده کچه بشري مرستې ورپرېږدي

اسراییلو اعلان کړی چې له دریو میاشتو کلابندۍ وروسته به د غزې تړانګې ته په لږه اندازه بشري مرستې ورپرېږدي.
له دې څو ورځې مخکې د غذايي امنیت کارپوهانو خبرداری ورکړی و، چې غزې ته د خوړو پر پریښودو بندیز به یو بشري ناورین رامنځ ته کړي.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون وویل چې په غزه کې د لوږې بحران به په دې سیمه کې د اسراییلو نوي پوځي عملیات له خنډ سره مخامخ کړي، نو ځکه د هغه کابینې دې تړانګې څه باندې دوه میلیون اوسېدونکو ته په محدوده کچه د اساسي خوراکي موادو پرېښودل تایید کړل.
تراوسه معلومه نه ده چې اسراییل به مرستې کله او څنګه غزې ته پرېږدي او د پوځ هغې څانګې چې دا چاره سمبالوي هم په دې اړه تبصره نه ده کړې.
اسراییل د مرستندویو ټولنو له اعتراضونو سره سره د غزې لپاره د مرستو یو ځانګړی رژیم په پام نیولی او ښاغلي نتنیاهو ویلي دي چې اسراییل باید دا یقیني کړي چې دا مرستې د وسله والو لاس ته نه ورځي.
اسراییلو د مارچ په دوهمه نېټه د غزې ته پر بشري مرستو بندیز ولګاوه.
په نورستان کې په یوه ترافیکي پېښه کې دریو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په نورستان کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي وايي چې په کامدیش ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه شوي او یوبل ټپي شوی دی.
د ځینو کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې د نورستان د امنیه قوماندانۍ ویاند غلام الرحمان حیدي ویلي دي چې دا پېښه پرون (د ثور ۲۸مه) په میردیش نومې سیمه کې هغه مهال وشوه چې یو پېکپ موټر سیند ته ولوېده.
د دې پېښې د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.
د چلوونکو بې احتیاطي، د ترافیکي قوانینو نه رعایت او د سړکونو خرابي هغه عمده عوامل دي چې په افغانستان کې اکثرا د ترافیکي پېښو سبب کېږي.
پاکستان د افغانستان پر ترانزیتي مالونو تعرفه لس سلنه زیاته کړه

د پاکستان د عوایدو فدرال ادارې FBR د افغانستان پر ترانزیتي تجارتي مالونو تعرفه لس سلنه لوړه کړې ده.
د پاکستاني رسنیو د پرونیو راپورونو له مخې FBR په یوه تازه مکتوب کې ویلي دي چې دا اضافي تعرفه د کرنیزو ماشینونو، جرثقیلونو، الکترونیکي وسایلو او بایلرونو په ګډون د افغانستان د لسګونه تجارتي مالونو پر هغو کتګوریو لګول شوي چې پخوا ترې معاف وو.
د افغان سوداګرو ترانزیتي مالونه د پاکستان له کراچۍ بندر څخه افغانستان ته انتقالېږي. پاکستاني چارواکو ویلي چې د دې کار هدف پاکستان ته د تجارتي مالونو د قاچاق مخنیوی دی.
پزشکیان متقي ته ویلي چې ایران په ټولو برخو کې له افغانستان سره مرستې ته چمتو دی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو له وزیر امیرخان متقي سره د کتنې پرمهال ویلي دي چې هېواد یې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.
پزشکیان پرون (د ثور ۲۸) د تهران د خبرواترو په څنډه کې له متقي سره ولیدل.
د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې د ایران ولسمشر ویلي، تهران لېواله دی چې د ستونزو د حل لپاره د تفاهم په فضا کې له افغانستان سره همکاري زیاته کړي او له افغانانو سره مرسته د دیني او عقیده يي اصولو له مخې خپله دنده بولي.
له بلې د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت ویلي دي چې متقي او پزشکیان د دوه اړخیزو اړیکو او په ایران کې د دېره افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي. متقي له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره په کتنه کې هم له ایرانه د افغان کډوالو د تدریجي وتلو غوښتنه کړې وه.
د کاتولیک عیسویانو نوي مشر د اوکراین له ولسمشر سره ولیدل

د کاتولیک عیسویانو مذهبي مشر پاپ لیو څوارلسم د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره ولیدل.
د اوکراین ولسمشر د رومن کاتولیک کلیسا مشر ته سترګې په لار و چې د اوکراین په وړاندې د روسیې د نژدې 39 میاشتنۍ جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې مرسته وکړي.
د می په اتلسمه له زیلینسکي سره د پاپ لیو لیده کاته د هغه په رسمي توګه د دندې تر پیلولو وروسته دي. دا د پاپ له یو څو شخصي غونډو څخه یوه وه چې د پاپ په توګه د ټاکل کېدو تر مراسمو وروسته شوې.
لیو په خپله دعا کې وویل: "شهید اوکراین د یوې عادلانه او تلپاتې سولې لپاره د خبرو اترو په تمه دی."
د زیلینسکي دفتر وروسته د اوکراین د مشر او پاپ عکسونه خپاره کړل. د زیلینسکي میرمن، اولینا، او د هغه د بهرنیو چارو او دفاع وزیران هم په دغو عکسونو کې لیدل کیږي.
په نیویارک کې د مکیسکو یوه بېړۍ له پله سره ټکر شوې ده

له بروکلین پله سره د مکسیکو د سمندري ځواکونو د روزنې د یوې کښتۍ د ټکر کېدو په پېښه کې دوه کسان ووژل شول او ۱۹ نور ټپیان شول.
د نیویارک ښاروال ایریک اډمز د یکشنبې په ورځ، د می په ۱۸مه، دا پیښه اعلان کړه.
په دې پېښه کې، د بېړۍ ټولې درې ستنې، یا عمودي برخې ماتې شوې او په نتیجه کې يې په ۲۷۷ مسافرو کې ترهه خپره شوه.
دا بیړۍ د برېښنا له پرې کېدو وروسته له پله سره ټکر شوه.
د راپورونو له مخې، هیڅوک په اوبو کې نه دي لویدلي او پله ته هم جدي زیان نه دی رسیدلی.
دا بېړۍ د سې شنبې له ورځې راهیسې له منهاټنه د ایسلینډ پر لور روانه وه.
دا په متحده ایالاتو کې له یوه کاله په کمه موده کې د کښتۍ او پله ترمنځ د ټکر دوهمه مرګونې پېښه ده.
د ایران فورم غونډه د طالبانو د استازو په ګډون په تهران کې پیل شوه

د تهران د خبرو د فورم څلورمه دوه ورځنۍ غونډه د یکشنبې په ورځ، د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په ګډون د ۵۳ هیوادونو د استازو په حضور سره پیل شوه.
یوه ورځ مخکې، د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سعید خطیب زاده ویلي وه چې افغانستان د تهران د خبرو اترو د فورم د اجنډا یوه مهمه برخه ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، چې د دې ډلې د یوه پلاوي مشري کوي، د شنبې په ورځ تهران ته ورسید او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره یې ولیدل.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې غونډه کې د دوه اړخیزو اړیکو، امنیتي مسلو، اوبو او کډوالو په اړه خبرې وشوې.
د خوړو نړیوال پروګرام: د مرستو د کمښت له کبله یوازي دوه ملیونه افغانانو ته مرسته رسولای شو

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې په افغانستان کې نژدې درې میلیونه خلک سږ کال د دوبي په موسم کې د ژوند ژغورنې مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو ادارې د یکشنبې په ورځ (د می په ۱۸مه) پر ایکس پاڼه لیکلي چې د تمویل د سخت کمښت له امله، WFP یوازې له دوه ملیونه خلکو سره د لوږې له ناورینه د خلاصون لپاره مرسته کولی شي.
تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي وه چې سږ کال به د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په افغانستان کې د بشري مرستو ته د اړتیا لرونکو خلکو شمیر شاوخوا ۲۳ ملیونو ته ورسیږي.
د اتریش سندرغاړي جې جې د ضایع شوې مینې په نوم سندرې سره لومړی مقام وګاټه

د ۲۰۲۵ کال د یوروویژن سندرو په سیالۍ کې، د اتریش سندرغاړي جې جې د "ضایع شوې مینې" په نوم سندرې سره لومړی مقام وګاټه.
د دغه اتریشي - فیلیپایني هنرمند سندرې په 436 نمرو سره لومړی ځای خپل کړ. اسراییل په ۳۵۷ نمرو سره دوهم او استونیا د ۳۵۶ نمرو سره دریم مقام ترلاسه کړ.
۲۴ کلن جې جې د جایزې له ترلاسه کولو وروسته وویل: "مینه په نړۍ کې تر ټولو پیاوړې قوه ده، راځئ چې نوره مینه خپره کړو."
د یوروویژن د سندرو ۶۹مه سیالي تېره شپه د سویس په باسل کې ترسره شوه.
یوروویژن په نړۍ کې د ژوندۍ موسیقۍ له لویو سیالیو څخه ده، چې هر کال په یوه اروپايي هیواد کې ترسره کیږي.
د یوروویژن د سندرو سیالي ۲۰۲۵ کال ۶،۵۰۰ کسانو په شخصي توګه او په لوبغالي کې ۳۶،۰۰۰ کسانو په ژوندۍ بڼه ولیدله.