د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۲

ایران کې په یوه ورځ ۳۴زره او ۹۰۰ کسانو په کرونا ویروس اخته شول


د ایران یو روغتون
د ایران یو روغتون

په ایران کې پرون هم د ریکارډ تر سطحې په کرونا ویروس د ډېرو کسانو د اخته کېدو پېښې ثبت شوې.

په دغه هېواد کې پرون سې شنبه په کرونا ویروس د ۳۴زره او ۹۰۰ کسانو اخته کېدل ثبت شول.

دا په داسې حال کې ده چې د واکسین بهیر پڅ روان دی، ولسي نارضایتي زیاته ده چې د دغه هېواد د کرونا ویروس پېښې یې له کنټروله ایستلي دي.

تردې مخکې د دوشنبې په ورځ په ایران کې د ۳۱زره او ۸۱۴ کسانو اخته کېدل ثبت شوي وو چې ښيي دغه ویروس څومره په چټکۍ په خپرېدو دی.

د روغتیا چارواکو پرون سې شنبه د ۳۵۷ کسانو مړینه ثبت کړې چې ورسره د مړو ټول شمېر ۸۹ زره ۴۷۹ ته زیات شو چې دا په منځني ختیځ کې لوړ شمېر دی.

XS
SM
MD
LG