د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۳۳

سپینه ماڼۍ د کرونا ۲۲ میلیونه ډوزه واکسین نورو هېوادونو ته استولی

واکسین
واکسین

سپینه ماڼۍ وایي چې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې یې د کرونا دوه ویشت میلیونه ډوزه واکسین نورو هېوادونو ته استولی دی.

د سپیې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون وویل، دا دوه ویشت میلیونه ډوزه واکسین د نړۍ درویشت هېوادونو ته صادر شوی دی او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو دوو ورځو کې متحد ایالاتونه د کووېد-نولس ضد نور واکسینونه هم بهر ته واستوي چې له دې سره به د جین ساکي په وینا نورو هېوادو ته د متحد ایالاتونو له لوري د کرونا ضد ټول استول شوی واکسین اتیا میلیونه ډوزه ته ورسېږي.

اغلې ساکي وویل، د نړۍ بل هېڅ هېواد د کرونا ضد دومره ډوزه واکسین مرسته نه ده کړې.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG