د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

افغانستان

لوړو زده وزارت پوهنتونو کې د زده کړو د پیل په اړه پرېکړه کوي

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت

په پام کې ده چې د لوړو تحصیلاتو وزارت نن د هېواد په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په نورو موسسو کې د حضوري زده کړو د پیل په اړه پرېکړه وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند حمید عبیدي تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې د لوړو زده کړو د موسسو له محصلانو غوښتنه وکړه چې د پرېکړې به اړه د وزارت رسمي اعلامیې ته سترګې په لاره واوسي.

عبیدي زیاته کړه: "په دې برخه کې د وروستۍ پرېکړې په اړه به د وزارت د مشرتابه په غونډه کې بحث وشي او نتیجه به یې وروسته له رسنیو سره شریکه شي."

په همدې حال کې د افغانستان د پوهنې وزارت اعلان کړی چې هغه ښوونځي چې د کرونا د درېیمې څپې له کبله رخصت شوي وو له نژدې یوې نیمې میاشتې وروسته بیا په تدریجي ډول پرانیستل کېږي.

خو د روغتیا وزارت د کرونا ویروس مثبتو مواردو ته په پام سره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستل کېدو په اړه خبرداری ورکړی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د کابل سیرینا هوټل له نژدې شل کلن فعالیت وروسته بندېږي

د ۲۰۱۴ کال د مارچ ۲۱مه، د کابل سیرینا هوټل یوه ورځ وروسته له دې چې برید پرې وشو
د ۲۰۱۴ کال د مارچ ۲۱مه، د کابل سیرینا هوټل یوه ورځ وروسته له دې چې برید پرې وشو

د کابل سیرینا هوټل په یوه بیان کې چې پرون یې پر خپله ویبپاڼه خپور کړ ویلي دي چې په افغانستان کې د نړیوالو مېلمنو او دولتي پلاوو له نژدې دوو لسیزو کوربه توب وروسته له نن څخه چې د فبروري لومړۍ نېټه ده، خپل فعالیت پای ته رسوي.

د کابل سیرینا هوټل په ۲۰۰۵ کال کې هغه مهال چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه په افغانستان کې دېره وو، ارګ ته نژدې د پخواني کابل هوټل پرځای جوړ شو او څو ځلې وسله والې حملې پرې وشوې چې مسوولیت یې طالبانو او نورو وسله والو ډلو منلی و.

کابل سیرینا په خپل بیان کې زیاتوي چې له دې وروسته د هوټل چارې د HSOC په نوم د هوټلونو یوبل شرکت سمبالوي.

ایریک چیسون؛ د کابل د فرانسوي روغتون له نیمایي ډېرې ښځینه روغتیاپالو دندې پریښې دي

د کابل په فرانسوي روغتون کې یو بستر شوی ماشوم (آرشیف)
د کابل په فرانسوي روغتون کې یو بستر شوی ماشوم (آرشیف)

د کابل د فرانسوي روغتون مشر وايي چې د دې روغتون د ښځینه ډاکټرانو له نیمايي ډېرو، د طالبانو د محدودیتونو له کبله خپلې دندې پریښې دي.

دا روغتون چې د ښځو او ماشومانو د علاج لپاره وړیا روغتيايي خدمات وړاندې کوي، د "امید د کړیو" په نوم د فرانسوۍ خیریه ټولنې له خوا اداره کېږي.

د دې ټولنې مشر ایریک چیسون Eric Cheysson د فرانسې لوموند ورځپاڼې ته ویلي دي چې پر دوی د ناروغانو خورا ډېره ګڼه ګوڼه وي خو د نوموړي په وینا د طالبانو د ښځو ضد پالیسیو له کبله په افغانستان کې د ښځینه روغتیا پالو شمېر په کمېدو دی.

ښاغلی چیسون زیاتوي چې د فرانسوي روغتون په ټولو ۹۶۰ کارکوونکو کې پخوا د ښځینه روغتیا پالو شمېر ۲۸۰ و، خو ۱۵۶ تنو یې اوس دندې پریښې دي.

چیسن وايي چې د سره صلیب نړیواله کمیټه ورو ورو له افغانستانه په وتلو ده او د بې سرحده ډاکټرانو ټولنه دوی ته خورا ډېر ناروغان معرفي کوي.

طالبانو په تېرو نژدې درې نیمو کلونو کې چې پر افغانستان واکمن شوي دي، د نجونو د منځنیو ښوونځیو، لیسو او پوهنتونونو له بندولو وروسته، د روان کال په لیندۍ میاشت کې د طبي زده‌‌‌کړو موسسې او انستیتوتونه هم د ښځو او نجونو پر مخ وتړل.

یو- ان- ایچ- سي آر وايي، د هغو کډوالو چې په ۲۰۲۴ کال کې یونان ته رسېدلي دوهمه لویه ډله افغانان دي

د کډوالو یوه ډله چې په غیرقانوني ډول د سمندر له لارې یونان ته ځي. (آرشیف)
د کډوالو یوه ډله چې په غیرقانوني ډول د سمندر له لارې یونان ته ځي. (آرشیف)

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمیشنري UNHCR وايي په هغو غیرقانوني کډوالو کې چې په تېر ۲۰۲۴ کال کې لویدیځې اروپا ته د رسېدلو په نیت یونان ته تللي دي، افغانان د سوریې له خلکو وروسته دوهمه لویه شمېره جوړوي.

UNHCR په یوه راپور کې چې پرون یې پر خپله ویبپاڼه خپور کړ ویلي چې تېرکال ټولټال ۵۴۴۱۷ کسان د سمندر له لارې یونان ته رسېدلي چې په دې ډله کې ۳۵ سلنه سوریایان، ۲۶ سلنه افغانان، ۱۲ سلنه مصریان او همداراز له فلسطین او ایرتیریا له هریوه څخه څلور سلنه کډوال شامل دي.

د UNHCR د راپور له مخې له دې ټولو کډوالو څخه ۱۶ سلنه ښځې، ۲۸ سلنه ماشومان او ۵۶ سلنه نارینه دي.

د راپور له مخې د دې کډوالو په شمېر کې په تېره ډسمبر میاشت کې یوڅه کموالی راغلی و، خو په ټوله کې د ۲۰۲۳ کال پرتله په ۲۰۲۴ کال کې د کډوالو ټول شمېر ۲۷ سلنه زیات شوی دی.

د افغانستان په ګډون د نړۍ له بېوزلو هېوادونو څخه ډېر خلک د ناوړه ټولنیزو او سیاسی شرایطو له کبله د یو ښه ژوند په نیت لویدیځو هېوادونو ته ځي خو په دوی کې د پام وړ کسان د لارو په اوږدو کې مري، ټپیانېږي یا تري تم کېږي.

یوه خیریه ټولنه وايي، په افغانستان کې شپږ میلیون امیدواره ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي

په خوارځواکۍ اخته ماشوم د غور ولایت یو روغتون (آرشیف)
په خوارځواکۍ اخته ماشوم د غور ولایت یو روغتون (آرشیف)

د یوې نړیوالې موسسې د راپور له مخې په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره څه باندې ۶ میلیون ماشومان او امیدوارې ښځې له شدیدې خوارځواکۍ څخه کړېږي.

د IPC په نوم دا مرستندویه ټولنه چې د غذايي خوندیتوب په برخه کې کار کوي پرون (د سلواغې ۱۲مه) په یوه راپور کې وویل، د تېر ۲۰۲۴ کال له جون میاشتې نیولې، د روان ۲۰۲۵ کال تر مې میاشتې پورې به نژدې درې نیم میلیون ماشومان چې عمرونه یې د شپږو او ۵۹ میاشتو ترمنځ دي، او شاوخوا ۶،۲ میلیون امیدواره مېرمنې د سختې خوارځواکۍ له وضعیت سره مخامخ وي.

د دې ټولنې په وینا له دې ډلې ۴۲ سلنه ماشومان په کابل، ننګرهار، هلمند، هرات او کندهار ولایتونو کې په خوارځواکۍ اخته دي.

د ماشومانو د خوړو د کمیت او کیفیت نیمګړتیا، بېلابېلې ناروغۍ، پاکو او کافي اوبو او روغتیايي خدماتو ته نه لاسرسی، په افغانستان کې د خوارځواکۍ له اصلي عواملو څخه ګڼل کېږي.

سیګار وايي، امریکا د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې ۳،۷۱ میلیارد ډالر لګولي دي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش اداره یا سیګار وايي چې متحدوایالتونو له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته په دې هېواد کې ۳،۷۱ میلیارد ډالر لګولي دي.

سیګار په خپل درې میاشتنې راپور کې چې د جنوري په ۳۰مه نېټه یې کانګرس ته وړاندې کړ او پرون د جنوري په ۳۱مه یې خپور کړ، ویلي دي چې دا پیسې د ملګروملتونو د هغو ادارو له لارې چې په افغانستان کې فعالیت کوي او د نړیوال بانک له خوا چې د افغانستان امانت صندوق اداره کوي، لګول شوې دي.

په راپور کې راغلي دي چې دې مرستو که څه هم ښايي د قحطۍ یا د افغانستان د اقتصادي سقوط له مخنیوي سره مرسته کړې وي، خو په عین حال کې یې طالبان د امریکايي وګړو له یرغمل کولو، د ښځو او نجونو پر حقونو له تېري، د تروریستانو لپاره په خوندي ځاله د افغانستان له بدلولو، د رسنیو له سانسور او د تېر نظام د سرتېرو له په نښه کولو نه دي راګرځولي.

راپور زیاتوي چې د امریکا حکومت او کانګرس ښايي په دې اړه هم غور وکړي چې د افغانستان د امانت صندوق د نژدې ۴ میلیارډ ډالر کنټرول متحدایالات په لاس کې واخلي.

متحدوایالاتو په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان بانک درې نیم میلیارد ډالر شتمني چې په دې هېواد کې کنګل شوې وې آزادې کړې او په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق ته یې ولېږدولې. د سیګار په راپور کې د دې پیسو اندازه د هغو له سود سره نژدې ۴ میلیارد ډالره ښودل شوې ده.

سیګار وايي، طالبان غواړي دا پیسې دوی ته ورکړل شي خو زیاتوي چې طالبان د دې کار قانوني حق نه لري ځکه متحدایالات یې حکومت په رسمیت نه پېژني او د دې ترڅنګ چې امریکا د تروریستانو په نړیوال لیست کې شامل کړي دوی د ملګروملتونو د بندیزونو په فهرست کې هم دي.

د طالبانو حکومت د سیګار د راپور په تراوسه اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

 د لغمان علیشنګ ولسوالۍ کې یوې چاودنې درې ماشومان وژلي

د لغمان نقشه
د لغمان نقشه

په لغمان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ رسنیز دفتر په یوه خبر پاڼه کې ویلې چې د جمعې ورځ ۱۱ بجې د علیشنګ ولسوالۍ اړوند اړېنې کلي سره نږدې په دریو ماشومانو ناچاودې مرمۍ انفجار کړی او پکې دریواړو ژوند بایللی دی.

په خبره پاڼه کې وړاندې راغلي چې یاده مرمۍ ماشومانو د غره په څنډه کې موندلې وه او لوبېر یې پرې کولې.

د مسولینو په وینا چې د وژل شویو ماشومانو عمرونه ،لس ،یوولس او دولس کاله وو.

د افغانستان بیلابیلو برخو کې له تیرو جګړو ډیر ناوچاودي توکي پاتې دي او ډیری وختونه يي د چاودیدو له امله خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

د کام ایر یوې الوتکې خوست ته لومړنۍ مستقیمه الوتنه وکړه

د کام ایر الوتکه خوست هوايي ډګر کې
د کام ایر الوتکه خوست هوايي ډګر کې

د افغانستان کام ایر هوایي خصوصي شرکت د پنجشنبې په ورخ له کابل څخه د خوست نړیوال هوایي ډګرته لومړنۍ مستقیمه الوتنه ترسره کړه.

د باخترخبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي، د راپورله مخې کام ایر هوایي شرکت څو ورځې وړاندې ویلي و چې د داخلي پروازونو په ترڅ کې به هره اونۍ دوه الوتنې د کابل او خوست ترمنځ ترسره کوي.

کام ایربه د پنجشنبې او یکشنبې په ورځ له کابل څخه خوست او د جمعې او دوشنبې په ورځ له خوست څخه کابل ته الوتنې ترسره کوي.

کام ایر شرکت د کابل او خوست ترمنځ د یوه ټکټ بیه ۵۰ ډالره ټاکلې ده.

ریچارډ بنېټ وايي افغان ښځینه کرکټرانو پرون وښوده چې دوی به خاموشه پاتې نه شي

د افغان ښځو د کرکټ ټیم میلبورن کې
د افغان ښځو د کرکټ ټیم میلبورن کې

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپورورکونکی ریچارډ  بینیټ وایي، افغان ښځینه لوبغاړې په کوردننه او ټوله نړۍ کې په سپورټ پورې تړلې دي.

ښاغلي بینیټ دغه څرګندونې نن جمعه په خپله ایکس پاڼه کې د استرالیا په میلبورن کې د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې وروستۍ لوبې ته په اشاره کړي.

هغه زیاته کړې چې افغان لوبډلې په میلبورن کې په هرې منډې سره ښکاره پیغام ورکړ چې دوی به غلې نشي.

هغه زیاته کړه، په داسې حال چې افغان ښځې په جلاوطنۍ کې لوبې کوي، په افغانستان کې ښځې په بشپړدول له سپورټ څخه منع دي.

افغان ښځینه لوبډلې د پنجشنبې په ورځ په میلبورن کې د اسټرالیا د بې پولې ښځینه کرکټ لوبډلې په وړاندې د دوو منډو په توپیر لوبه وبایلله.

لغمان کې ترافیکې پېښې مرګژوبله اړولې ده

په لغمان کې په یوې ترافیکي پېښه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د لغمان د امنیې قومندانۍ ویاند یونس یوسفزي په حواله پر ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي، " پېښه د پنجشنبې په ورځ د لغمان په قرغه ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو موټر له سړک وواښت او د برق پر یوې پایې وربرابر شو ".

یوسفزي ویلي، په پېښه کې یوه ښځه او دوه ماشومان ټپیان دي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي دي.

د طالبانو د ترافیکو ریاست د معلوماتو له مخې په روان کال کې څلور زره ترافیکي پېښې ثبت شوي دي.

ایران په روانه میاشت کې لس افغانان اعدام کړي دي

په ایران کې د افغانانو د اعدام پر ضد لاریون، عکس له ارشیف څخه
په ایران کې د افغانانو د اعدام پر ضد لاریون، عکس له ارشیف څخه

ایران په تیره نژدې یوه میاشت کې لس افغانان اعدام کړي دي.

د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر محمود امیري مقدم د پنجشنبې په ماښام ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل ، " د هغوو شمیرو له مخې چې موږ یې لرو، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې لس افغانان، شپږ یې د قتل او څلور یې د مخدره مواد قاچاق په تور اعدام شوي دي ".

د مقدم په خبره، ایران په ۲۰۲۴ کال کې په بیلابیلو تورونو ۵۳ افغانان اعدام کړي دي.

د طالبانو د سترې محکمې یوه پلاوي په تیرې جدي میاشت کې تهران ته د یو سفر په ترڅ کې له ایرانه غوښتي وو چې د افغان بندیانو لیست، په ځانګړې توګه د هغو بندیانو چې په اعدام محکوم شوي له دوی سره شریک کړي.

بل پلو، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند په عقرب میاشت کې ویلي و "د پام وړ" شمیر افغانان په ایران کې زندانیان دي.

ایراني چارواکو هم تایید کړې چې د بیلابیلو جرمونو له کبله په ایران کې ډیر شمیر افغانان بندیان دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG