په توکیو کې د المپیکي لوبو د ځینو ګډونوالو لوبغاړو د 'کووېډ-۱۹' ټسټونو په مثبت ختلو سره د المپيکي لوبو لوی سپانسر ټویوټا ویلي چې اعلانونه نهخپروي.
ټویوټا موټر جوړولو کمپنۍ له ۲۰۱۵ کال راهیسې د المپیکي لوبو لوی تمویلوونکی همکار دی چې د تړون ارزښتیې تر یو میلیارد ډالرو رسېږي.
خو د جولای په ۱۹مه د دغه شرکت د اړیکو مسؤل جون نګاتا رسنیو ته وویل، په دغو لوبو کې ګڼې داسې مسئلې دي چې درکیې ستونزمن دی.
ټویوټا ویلي د المپیکي لوبو پر مهال به په جاپاني ټلوېزیونونو کې د المپیک په تړاو اعلانونه خپاره نهکړي.
د امریکا د جمناستېک د یوې لوبغاړې د 'کووېډ-۱۹' ټسټ مثبت وخوت او تر هغه مخکې هم د چک جمهوریت د ساحلي والیبال لوبغاړی په 'کووېډ-۱۹' اخته شوی. امریکايي ټېنس بازه هم په کرونا اخته شوې.
د المپیک لوبې په توکیو کې د جولای له ۲۳مې پیل او د اګسټ تر اتمې دوام کوي.