- مېل انلاین او ډفېنس پوسټ
مېل انلاین او ډفېنس پوسټ خپرونو په خپلو اخري ګڼو کې په افغانستان کې د طالبانو د احتمالي درې میاشتني اوربند د وړانديز په اړه مقالې خپرې کړې دي.
مېل انلاین په قطر کې د افغان دولت د مرکچي ټیم د یوه غړي نادر نادري له قوله لیکلي چې وايي، طالبانو د درې میاشتو د اوربند وړاندیز کړی دی او په بدل کې يې غوښتي چې افغان حکومت دې د دوی ۷ زره بندیان راخوشې کړي.
ډفېنس پوسټ ورځپاڼې د ښاغلي نادر نادري له قوله لیکلي چې ویلي يې دي، طالبانو همداراز له ملګرو ملتونو غوښتي چې د دوی د مشرانو نومونه دې د نړیوال تور لېسته لیرې کړي او پر هغوی لګېدلي بندیزونه دې رفع کړي.
د ښاغلي نادري په وینا د ۷ زرو بندیانو د راخوشې کولو غوښتنه د طالبانو یوه ډېره لویه غوښتنه ده.
د ډفېنس پوسټ خپرونې په لیکنه، طالبانو دا غوښتنه داسې مهال کړې چې تېره اوونۍ طالبانو ادعا وکړه چې د اسلام قلعه د مهم بندر په شمولیې د افغانستان شااوخوا ۸۵ فیصده خاوره لاندې کړې ده.
د طالبانو دا غوښتنه په داسې وخت کې رسنیو ته ورسېده چې افغان چارواکي وايي، طالبانو په هغو سیمو کې چې لاندې کړي یې دي، تر ۲۶۰ زیات عامالمنفعه ځایونه او ودانۍ لهمنځه وړې دي او تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې خلکو ته هېڅ ډول خدمات نهوړاندې کوي.
طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې یې د خلکو امنیت تأمین کړی دی.
- انډپنډنټ
بریتانیايي چاپ ورځپاڼې انډپنډنټ په خپله اخري ګڼه کې لیکلي چې د دې هېواد سرتېري به هم د نورو هېوادونو غوندې له افغانستانه ووځي.
د انډپنډنټ په لیکنه، د بریتانیا ځواکونه داسې مهال له افغانستانه وځي چې د هغو خطرونو په اړه اندېښنې خپل اوج ته رسېدلي چې افغانستان ورسره په راتلونکي کې مخامخ کېدای شي.
د ورځپاڼې په لیکنه، په افغانستان کې جګړې زیاتې شوې او د بېګناه خلکو تلفات هم هره ورځ لیدل کېږي، په همدې حال کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په ګډون د تېرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو د خوندیتوب اندېښنې زیاتې شوې دي.
انډپنډنټ ورځپاڼې د لوېدیځو هېوادونو د نظامي او استخباراتي ادارو له قوله لیکلي چې وايي له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل به یو ځل بیا افراطي ډلو ته لاره هواره کړي چې وکړای شي د افغانستان له لیرې پرتو سیمو په ګټه سره د لوېديځ پر اهدافو حملې طراحي کړي.
په نوي مورد کې د بریتانيا د استخباراتي ادارې (اېم ای فایف) د رئیس کین مککالم (Ken McCallum) څرګندونې دي چې په دې اړهیې خبرې کړې وې.
خو ورځپاڼه زیاتوي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو اصلي پرېکړه په امریکا کې وشوه او نورو هېوادونو تعقیب کړه.