د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۶ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

افغانستان

تاجکستاني چارواکي: تېرو دوو ورځو کې له افغانستانه ۳۴۷ قرغز توکمي راوښتي

تاجکستان ته تېره ورځ ځیني اوښتي افغان قرغز توکمي او د هغوی څاروي
تاجکستان ته تېره ورځ ځیني اوښتي افغان قرغز توکمي او د هغوی څاروي

د تاجکستان چارواکو ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې د افغانستان له واخانه ۳۴۷ قرغز توکمي وراوښتي دي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو تاجکي څانګې دا خبره د تاجکستان د سرحدي ځواکونو په حواله خپره کړې ده.

د تاجکستان د سرحدي ځواکونو له‌خوا په دې تړاو په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغو افغان اتباعو د طالبانو د بریدونو له وېرې تاجکستان ته پناه وروړې او تاجک پوله‌ساتو هم لار ورکړې ده.

دمګړۍ دغو افغانانو ته د تاجکستان په مرغاب سیمه کې ځای ورکړل شوی.

د تاجکستان پوله‌ساتو ځواکونو بیا ادعا کړې چې له دغو افغان پناه غوښتونکو نه‌یې درې نیم کیلوګرامه مخدره مواد هم کشف او ضبط کړي دي.

د راپورونو په اساس د دغو افغان قرغز توکمو دوه ماشومان د لارې په اوږدو کې مړه شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبانو له ايران او پاکستان د يوشمېر افغان کډوالو د بېرته ستنېدو خبر ورکړی

له ارشيفه د يوشمېر راستنو شويو افغان کډوالو انځور
له ارشيفه د يوشمېر راستنو شويو افغان کډوالو انځور

باختر خبری اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن خبر ورکړی، چې پرون د تورخم له لارې ۲۱، د قندهار د سپین‌بولدک له لارې ۸، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۵۲ او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۱۶ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

که څه هم په خبر کې نه‌دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه که په جبري ډول افغانستان ته ستنې شوې دي، خو په پاکستان او ایران کې مېشتو یوشمېر افغان کډوالو ازادي راډیو ته ویلي چې، د کوربه هېوادونو د حکومتو له پرله‌پسې فشار او ځورونو سره مخامخ دي.

دا کورنۍ په‌داسې مهال افغانستان ته ستنیږي چې یوشمېر نور افغانان بیا د بې‌وزلۍ او په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو د نشتوالي له کبله په بېلابېلو قانوني او غیرې قانوني لارو له هېواده د وتلو هڅه کوي.

اوچا: د طالبانو لاس‌وهنې د بشري مرستو د رسولو چاره له ننګونو سره مخامخ کړې

په ارزګان کې د بشري مرستو د وېش یوه څنډه - تصویر له ارشیفه
په ارزګان کې د بشري مرستو د وېش یوه څنډه - تصویر له ارشیفه

د ملګروملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د طالبانو لاس‌وهنې په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو چاره ورځ تر بلې له ننګونو سره مخامخ کوي.

دې ادارې د جرمني خبري اژانس ته ویلي دي چې، د روان کال په سپټمبر کې د بشري مرستو رسوونکو ادارو د هغو ۱۷۳ مواردو راپور ورکړی، چې د مرستو د رسولو پر وړاندې یې خنډ جوړ کړی دی او په‌دې کې د اوچا په وینا د بشري فعالیتونو په چارو کې لاس‌وهنې، د مرستندویو ادارو پر تګ راتګ، کارکوونکو یا موادو محدودیتونه او د کارکوونکو پر وړاندې د تشدد موارد شامل دي.

د ملګروملتونو دا اړونده اداره زیاتوي، د مرسته رسوونکو شریکانو په چارو کې لاس‌وهنې تر ډېره په اداري او دفتري برخو کې دي.

اوچا وايي چې، د دې خنډونو په نتیجه کې مؤسسو د ۸۳پروژو چارې په موقتي ډول ځنډولي، د عملیات ځای یې بدل کړی او یا یې خپل فعالیتونه محدود کړي دي.

د طالبانو حکومت د اوچا د دې څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي، خو له‌دې مخکې یې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د بشري مرستو چاره دې نه سیاسي کوي.

کرکټ؛ نن افغانستان او بنګله‌دېش د درې يو ورځنيو سياليو لومړۍ لوبه کوي

افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي
افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

ټاکل شوې چې د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ ملي لوبډلې نن چهارشنبې د درې یو ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه ترسره کړي.

د افغانستان په کوربه‌‌‌توب دغه سیالي به د کابل پر وخت د غرمې په دوه نیمو بجو د متحده عربي اماراتو په شارجه کې پیل شي.

په پام کې ده چې دواړه لوبډلې به دوهمه او درېیمه یو ورځنۍ سیالي د روانې نومبر میاشتې په نهمه، او یوولسمه ترسره کړي.

د افغانستان او بنګله‌‌‌دېش ټیمونه په‌‌داسې حال کې له یو بل سره یو ورځنۍ سیالۍ کوي، چې په‌‌دې وروستیو کې د افغانستان الف یا ابدالیانو ټیم د اسیا د ایمرجنګ لوبډلو اتلولي وګټله او تر هغه مخکې د افغانستان ملي لوبډلې د جنوبي افریقا پیاوړي ټیم ته د یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کې ماتې ورکړه.

نن او سبا د افغانستان د يوشمېر سينديزو حوزو د اوبو د سطحې د لوړېدو اټکل شوی

د امو دریاب یوه څنډه
د امو دریاب یوه څنډه

له اټکلونو سره سم نن چهارشنبې او سبا پنج‌شنبې د افغانستان په یوشمېر سیندیزو حوزو کې د اوبو د سحطې د لوړېدو او ځینو ځایونو کې د سېلابونو د راوتو خطر شته.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د هواپېژندنې ادارې د وړاندوینې له‌مخې پرون سه‌شنبه په یوه بیان کې هریرود، مرغاب او امو هغه سیندیزې حوزې یادې کړې، چې د نسبتاً سختو بارانونو په نتیجه کې د سېلونو د راوتلو احتمال په‌کې زیات دی.

دغه وزارت د دې سیندیزو حوزو د سیمو او له اوسېدونکو غوښتي چې، د سېلونو خطرونو ته پام وکړي او هم د سېل د راوتلو په صورت کې شاوخوا نورو خلکو ته هم خبر ورکړي.

د بیان له‌مخې په سرپل، فاریاب، بادغیس، بدخشان، هرات او ځینو نورو سیمو کې د سېلونو د راوتلو احتمال شته.

سږ کال په افغانستان کې د سېلونو له کبله سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله او همداراز مالي تاوانونه اوښتي دي.

کرن ډيکر: افغان خبريالان خلکو ته اطلاعات برابروي او مشران حساب ورکولو ته اړباسي

د افغان خبريالانو يو پخوانی انځور
د افغان خبريالانو يو پخوانی انځور

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدایالتونو شارژدافیره کرن ډیکر وایي، افغان خبریالان په نړۍ کې د افغانستان وګړو ته اطلاعات برابروي او مشران حساب ورکولو ته اړباسي.

مېرمن ډیکر دغه څرګندونې پرون سه‌شنبې پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې په یوه بیان کې کړې دي.

دغه‌راز نوموړې ويلي، معلوماتو ته د لاس‌رسي حق په نړیواله کچه یو منل شوی بشري حق دی او د ژوند په ټولو برخو کې د اګاهانه تصمیم نیونې لپاره اړین ګڼل کېږي.

د نوموړې په خبره خبریالان او د رسنیو کارکونکي باید خوندي وي او له غچ اخیستنې او ډار څخه پرته باید وکولای شې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د نومبر دوهمه په نړۍ کې د خبریالانو پر وړاندې له جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په توګه ولمانځل شوه.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت له‌‌‌دې مخکې د تېرې یک‌شنبې په ورځ ویلي و چې، افغان خبریالان د حقیقت د لټون په لار کې ګواښل کېږي، له تاوتریخوالي او زور زیاتي سره مخامخ کېږي.

افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو بلل کېږي چې، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په‌کې خبریالان له ډېر بد حالت سره مخامخ دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) په تازه شاخص کې ویل شوي، په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې ۱۸ خبریالان وژل شوي، چې د اکثرو عاملان یې نه په نښه شوي او نه هم د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

طالبانو په پکتيکا او تخار ولايتونو کې څلور کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي

د طالبانو وسله‌وال
د طالبانو وسله‌وال

د طالبانو ستره محکمه په پکتیکا او تخار ولایتونو کې ولایتونو پر څلورو کسانو د تعزیري سزا د عملي کېدو خبر ورکوي.

سترې محکمې پرون سه‌شنبې په یوه بیان کې وویل چې، د پکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې د ابتدایه محکمې د پرېکړې له‌مخې دوه کسان، چې پر لواطت تورن وو، هر یو په عام محضر کې په ۳۹ دُرو ووهل شول.

تورنو کسانو ته همدارنګه د یو کال او اتو میاشتو بند سزاوې هم ورکړل شوې دي.

تر دې مخکې پرون سه‌شنبې د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې په عام محضر کې پر یوې ښځې او یوه سړي د نامشروع اړیکو په تور په عام محضر کې د ۳۹ دُرو سزاوې عملي شوې وې.

ورته تعزیري سزاګانې په‌دې وروستیو کې د افغانستان په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم تطبیق شوې دي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په خپل وروستي راپور کې چې تېره پنج‌شنبې خپور شو ویلي، طالبانو د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر پایه پر ۹۵ نارینه، ۱۵ ښځو او یوې نجلۍ ۱۱۱ بدني مجازات تطبیق کړي.

ملګروملتونو او د بشري حقونو ډلو له طالبانو غوښتي چې، دغه ډول سزاګانې دې چې انساني کرامت ته سپکاوی بلل کېږي، ودروي.

حشمت الله شهیدي: د بنګله دېش پر وړاندې سیالۍ مونږ ته یو ښه چلینج دی

د افغانستان او بنګله‌‌دېش له مخکینیو لوبو یو انځور
د افغانستان او بنګله‌‌دېش له مخکینیو لوبو یو انځور

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي له بنګله‌دېش سره د درې یو ورځنیو سیالیو تر پیل یوه ورځ وړاندې په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي چې بنګله‌دېش په یو ورځنیو سیالیو کې یوه متوازنه لوبډله ده او دا سیالۍ ورته یو ښه چلینج دی.

دغه کنفرانس چې د سې شنبې په ورځ د نومبر په ۵مه نېټه د عربي متحده اماراتو د شارجې په ښار ترسره شو، شهيدي په وروستیو کلونو کې د افغان ملي لوبډلې لاسته راړونې وستایلې او ډاډ یې څرګند کړ چې لوبډله به یې لا ځلېږي او خپل مینه‌وال به خوښ ساتي.

نوموړي د بنګله‌دېش پر وړاندې درې یو ورځنۍ سیالۍ چې د چهارشنبې په ورځ د نومبر په ۶مه نېټه به د شارجې په لوبغالي کې پیل شي، مهمې وبللې او د خپلې لوبډلې د پوره چمتوالي ډاډ یې ورکړ.

هغه وویل: " بالکل له تېرو دوو کلونو راهیسې زمونږ لوبډلې ډېرې لاسته راړونې لرلي دي، تر مخکې ډېر ښه شوي یو، وجه یې د ټیم یووالی دی او هلکان هم ډېره خواري کوي. لکه څنګه چې تاسې وویل، زمونږ د ایمرجېنګ ځوانانو هم ښه لوبه وکړه، بالکل هغه زمونږ لپاره هم یو ښه ډاډ دی او مونږ به هم هڅو وکړو چې په راتلونکو سیالیو او ټورنمنټونو کې کامیابۍ ترلاسه کړو."

افغان لوبډلمشر وویل، له تېرو لسو ورځو راهیسې په شارجه کې دي او د بنګله‌دېش پر وړاندې سیالیو ته یې پوره چمتووالی نیولی دی، هغه دغه راز په ټینګار سره وویل چې د هېڅ لوبلړۍ لپاره په ځانګړو مسایلو سوچ نه کوي، بلکې هڅه یې دا ده چې له هر حالت سره د اړتیا مطابق چلند وکړي.

شهیدي د ملي لوبډلې د دوو لوبغاړو ابرهیم ځدراڼ او مجیب‌الرحمن د نشتون په تړاو وویل: "د مجیب په هکله چې زه راتلم له ډاکتر او سلېکشن سره وغږېدم، هغه د تداوۍ لپاره کرکټ بورډم ممبي ته لېږلی دی، کرکټ بورډ لګیا دی چې هغه زر تر زره روغ شي، ځکه د ټیم ضرورت دی. همداغسې ابراهیم چې د نیوزیلنډ پر وړاندې له ټېسټ لوبې په تمریناتي کمپ کې یې پښه قات شوه او بیا کرکټ بورډ انګلینډ ته ولېږه د تداوي لپاره، هغه هلته عملیات وکړ او هیله‌مند یې چې تر چمپینز ټراپۍ مخکې ښه شي."

د ویلو ده چې افغانستان او بنګله‌دېش به د افغان کرکټ بورډ په کوربه‌توب د نومبر په ۶مه، ۹مه او ۱۱مه نېټه درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.

د طالبانو مشر د سرپرستې کابینې ټول غړي کندهار ته ورغوښتي

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده او نور طالب مشران
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده او نور طالب مشران

راپورونو وايي چې د طالبانو لوی مشر ملاهبت‌الله آخندزاده د سرپرستې کابینې ټول غړي کندهار ته ورغوښتي دي څو په ټول افغانستان کې د شرعي قوانینو د تطبیق په اړه خبرې ورسره وکړي.

د طالبانو په حکومت کې باوري سرچینو چې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون د تطبیق لپاره د جدي اقداماتو په اړه خبرې د دې غونډې د اجنډا مهمه برخه وه، او د طالبانو لوی مشر په ټول هېواد کې د دې قانون د تطبیق لپاره جدي سپارښتنې وکړې.

سرچینې زیاتوي چې د سرپرست حکومت وزیران د روانې اوونۍ په پیل کې کندهار ته ورسېدل.

د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې د امربالمعروف نوی قانون خپور کړ چې په ځانګړي ډول پر ښځو سخت محدودوونکي تګلارې عملي کوي.

له دې سره په یوه وخت کې په دې وروستیو کې د طالبانو محکمو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بېلابېلو سرغړونو په نوم لسګونه کسانو ته تعزیري سزاګانې ورکړې دي.

د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو ډلو پر دې اقداماتو جدي اندېښنې ښودلي.

د کاناډا استازی: د عدالت نړيواله محکمه کې د افغان ښځو د حقونو د دعوې په اړه مو طالبانو ته خبر ورکړی

د عدالت نړيواله محکمه
د عدالت نړيواله محکمه

د افغانستان لپاره د کاناډا ځانګړی استازی وايي، د ده هېواد، جرمني، هالنډ او اسټرالیا د طالبانو حکومت ته رسما خبر ورکړی چې غواړي د بشري حقونو، په تېره د ښځو د حقونو اړوند بحثونه راپورته او په پایله کې یې د عدالت په نړیواله محکمه ICJ کې د هغوی پروړاندې دعوه وکړي.

د کاناډا ځانګړي استازي دیوید سپرول پرون له ګلوب اینډ مېل سره په مرکه کې وویل، طالبانو تر اوسه دوی ته ځواب نه‌دی ورکړی.

سپرول وايي، د دوی اقدام ته لاهم څو پړاونه پاتې دي، خو دی زیاتوي چې که د ښځو په برخه کې د طالبانو پالیسۍ بدلې نه‌شي نو دوی به دا مسئله ICJ ته راجع کړي.

دې څلورو هېوادونو په خپله طرح کې د هغه نړیوال کنوانسیون یادونه کړې چې د ښځو پر وړاندې د هر راز تبعیض له‌منځه وړل غواړي.

دوی طالبانو ته شپږ میاشتې مهلت ورکړی چې خپلې پالیسۍ بدلې کړي، خو د دې طرحې له اعلان څخه یوه میاشت تېره شوې ده، په‌داسې حال کې چې په افغانستان کې په‌دې برخه کې هيڅ راز بدلون نه لیدل کېږي.

پر افغان وګړو د ډزو د پېښې په اړه د طالبانو څېړنه؛ د ايران حکومت پرې غبرګون ښودلی

ارشیف
ارشیف

د ایران د بهرنیوچارو وزارت له افغانستان سره په سرحد کې د ایراني پوله‌ساتو په ډزو د یوشمېر افغان کډوالو د وژنې او ټپي کېدو په اړه د طالبانو د حکومت د څېړنو پر پایلو ناخوښي څرګنده کړې ده.

د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي پرون یوې خبري غونډې ته وویل، ایران د طالبانو د ځانګړي تحقیقاتي ټیم د راپور له لیدو وروسته حیران شوی دی.

بقايي وايي، ایران له‌دې کبله ناراضه دی چې ولې د طالبانو حکومت د ایران په کلګان-سراوان سرحدونو کې د هغې پېښې په اړه چې نه‌ده شوې بې‌بنسټه راپورونه جدي ګڼلي.

د طالبانو حکومت څلور ورځې مخکې اعلان وکړ چې، د څېړنو ډلې یې خپل تحقیقات بشپړ کړي دي، خو دې ډلې د پېښې د مرګ‌ژوبلې ارقام يې نه‌دي ښودلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG