افغانستان
چارواکی: طالبانو پر سلما برښنا بند د هاوان ۳۵ مرمۍ ویشتي دي

په هرات کې د سلما بند د امنیتي چارو یو مسول وایي، له تېرې ورځې راهیسې وسله والو طالبانو پر دې بند د هاوان ۳۵ مرمۍ ویشتي دي.
دغه چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخېستل شي، ازادي راډیو ویلي چې که طالبان دغو بریدونو ته دوام ورکړي، د سلما بند د تاسیساتو د وراني خطر زیات دی.
د سلما بند چې د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې پروت دی، له څلورو خواوو وسله والو طالبانو محاصره کړی.
په وروستیو ورځو کې د دې بند شااوخوا له لسو زیاتې امنیتي پوستې طالبانو نیولي دي.
دغه امنیتي چارواکي دغه راز ویلي چې سلما بند ته له موجوده ګواښونو یې د هرات سیمه ییزه اداره او په کابل کې جګپوړي چارواکي هم خبر کړي او له هغوی یې سیمې ته د نورو مرستندویه ځواکونو د ورلېږلو غوښتنه کړې، خو تر اوسه پورې یې دا غوښتنه نه ده عملي شوې.
تر دې مخکې د دې بند د امنیتي کنډک قوماندان الله محمد اندړ هم ازادي راډیو ته ورته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي و چې د طالبانو په لیکو کې داسې بهرنۍ کړۍ شته چې غواړي دغه بند تخریب کړي.
طالبانو تر اوسه سلما بند ته د متوجه ګواښونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې پر ځان د ټولګټو تاسیساتو د ورانولو لګول شوي تورونه رد کړي دي.
سلما بند چې په ۱۳۹۵ کال یې د رغونې چارې بشپړې شوي، د افغانستان په لوېدیځ کې د هریرود او مرغاب د اوبو د حوزې تر ټولو لوی او مهم بند دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ایراني ځواکونو په ډزو یو افغان کډوال وژل شوی دی

د حال وش په نوم د بشري حقونو يو سازمان ويلي، د کډوالو پر یوه موټر د ايراني ځواکونو په ډزو کې يو افغان وژل شوی دی.
دې سازمان د پنجشنبې په ورځ پر خپلې ايکس پاڼې/پخواني ټويټر د پېښې له ځایه د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي، پېښه د سيستان بلوچستان په بمپور ولسوالۍ کې شوې ده.
په ويډيو کې عيني شاهدان وايي، امنيتي ځواکونو د کډوالو د موټر د درولو په خاطر، د دې پر ځای چې پر ټايرونه يې ډزې وکړي په موتر کې ناست خلک يې په نښه کړل.
تراوسه د وژل شوي افغان هويت معلوم نه دی.
اروپایي ټولنه: د رواني روغتیا او ساري ناروغیو د مخنیوي په څانګو کې مو، ښځینه طبي پرسونل روزلی دی

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د طبي پرسونل د روزنې په برخه کې ۵۸۱ ښځې د رواني روغتیا او ۴۱نورې د ساري ناروغیو د مخنیوي په څانګو کې روزلي دي.
دغې ټولنې د دې ښځینه طبي پرسونل د روزنې خبره د پنجشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر کړې ده.
د اروپايي ټولنې په ټکو، دا ښځینه طبي پرسونل به د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په کیفیت کې مرسته وکړي.
اروپايي ټولنه په داسې حال کې د ښځینه پرسونل د روزنې خبره کوي چې طالبانو تیرکال په طبي انیستیتونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګوه.
طالبانو له دې وړاندې د ۲۰۲۲کال په ډیمسبر کې نجونې له پوهنتوني او د همدې کال په مارچ میاشت کې نجونې په ښوونځیو کې له زده کړو محرومې کړې وې.
ایران: په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ د پراختیايي پروژو په پلې کیدو کې مرسته کوو

په کابل کې د ایران سفیر وايي، هوډ لري له افغانستان سره د اوبو او انرژۍ د پراختیايي پروژو په پلي کولو کې مرسته وکړي.
علي رضا بیکدلي د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور سره د پنجشنبې په روځ په یوې کتنې کې دا خبره کړې ده.
د طالبانو تر واک لاندې د اوبو او انرژۍ وزارت په یوې خبرپاڼه کې د دې کتنې په اړه ویلي، دواړو چارواکو په افغانستان کې د اوبو د کمښت او اوچکالي په اړه هم خبرې کړي دي.
ایران په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ په برخه کې د همکاري خبره په داسې حال کې کوي چې له مودو راهیسې د ایران او افغانستان ترمنځ د هلمند د سیند د اوبو پر ویش جنجال دی.
طالبانو د پاکستاني پوځ ادعا رد کړه چې ګواکي د بلوچستان د بریدکوونکو مشران په افغانستان کې دي

د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ هغه ادعا چې په بلوچستان ایالت کې پر مسافر وړونکي ریلګاډي برید د هغو ترهګرو له خوا تنظیم شوی وچې مشران یې په افغانستان کې دي، په کلکه رد کړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پنجشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې دوی د پاکستان د پوځ د ویاند هغه بې اساسه تورونه چې د پیښې په تړاو یې پرافغانستان لګولي، په کلکه ردوي او له پاکستاني لوري غواړي چې د داسې غیرمسولانه څرګندونو پرځای خپل امنیت او د داخلي مشکلاتو حل ته پام وکړي. هغه ویلي چې د هیڅ بلوڅ مخالفې ډلې غړي په افغانستان کې نشته او له دې ډلې سره نه دوی پخوا او نه هم اوس اړیکې لرلې دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر پرون چهارشنبې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې استخباراتي راپورونه په څرګنده تاییدوي چې په بلوچستان کې د مسافرو پر ریلګاډي وروستی برید د هغو ترهګرو ډلو د مشرانو لخوا تنظیم شوی چې له افغانستان څخه فعالیت کوي او زیاتوي چې د د دغې پیښې په اوږدو کې هغوی له بریدګرو سره مستقیم تماس درلود. د خبرپاڼې له مخې پاکستان تمه ښودلې چې د طالبانو سرپرست حکومت خپل مسؤلیتونه پوره کړي او ترهګرو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه په استفادې، پرپاکستان بریدونه ترسره کړي. پوځ همدارنګه ویلي چې پردغه ریلګاډي ټول ۳۳ بریدګر یې وژلی او له ۲۱ یرغمل شویو پرته چې د ژغورنې په عملیاتو کې له څلورو سرتیرو سره یوځای ووژل شول، نور ټول یرغمل ژغورل شوي دي. خو بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي يا بي اېل اې نن پنجشنبې د مارچ پر ۱۳مه مهال په یوه بیان بیان کې د پوځ دغه ادعا ناسمه بللې ده او ویلي یې دي چې په سیمه کې یې له سرتېرو سره نښتې اوس هم دوام لري او یوشمیرکسان تراوسه ورسره یرغمل دي.
قرغزستان او تاجکستان د پولې او نورو اړوند ګڼې موافقې لاسلیک کړې

قرغزستان او تاجکستان د خپلو ګډو پولو د په نښه کولو او د خپل منځي اړیکو د بیرته اعاده کولو لپاره څو موافقې لاسلیک کړې.
د روسیې د تاس خبري آژانس د راپورله مخې په دغو موافقو کې چې د قرغزستان پلازمینې بشکیک ته د تاجکستان د ولسمشرامام علي رحمان د سفرپه مهال د کوربه هیواد له ولسمشرصدر جباروف ترمنځ نن پنجشنبې لاسلیک شوې، د ګډې پولې د په نښه کولو یو تړون او د اوبو د زیرمو په ګډون د مواصلاتي اړیکو د بیرته اعاده کیدو دوه سندونه شامل دي. د دواړو هیوادونو ترمنځ د شاوخوا ۹۸۰ کیلومتره اوږدې پولې په اوږدو کې د لانجمنو سیمو پرسر له نژدې ۲۳ کلونو راهیسې خبرې روانې وې.
دواړو ولسمشرانو چې له بشکیک څخه یې په انلاین بڼه په فرغانه دره کې د دوو امنیتي پوستو د پرانستلو ننداره وکړه، وویل چې سرله سبا به د بشکیک او دوشنبې ترمینځ د هوایي شرکتونو الوتنې، د مسافروړونکو بسونو تګ راتګ اونور خدمات له سره پیل شي.
په سرحدي سیمو کې د دوو خونړیو نښتو وروسته چې د ۲۰۲۱ کال په اپریل او د ۲۰۲۲ کال په سپټمبرمیاشتو کې وشوې او په نتیجه کې یې له سلو زیات کسان ووژل شول او په سلګونو کورونه او نورې ودانۍ وسوځیدې یا ویجاړې شوې، د دواړو هیوادونو ترمنځ ټولې پولې تړل شوي او ترمنځ یې اړیکې ځنډول شوې وې.
ملګري ملتونه: په پاکستان کې د افغان کډوالو توقیفونه زیات شوي دي

د ملګروملتونو د کډوالو لویې کمیشنیرۍ UNHCR په فبرورۍ میاشت کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونو او توقیفونو د زیاتوالي خبر ورکوي.
د دې ادارې په یوه راپورکې چې پرون چهارشنبې په ریلییف ویب پاڼه کې خپورشوی ویل شوي چې په فبروري کې، په پاکستان کې د نیونو او توقیفونو کچه د جنوري په پرتله پنځلس سلنه زیاته شوې ده. د UNHCR د راپورله مخې په فبرورۍ میاشت کې له ۱۴۰۰ د زیاتو کسانو نیونې او توقیفونه ثبت شوي دي. د دې ادارې په خبره د دې نیونو او توقیفونو شاوخوا پنځوس سلنه یې په پلازمینه اسلام آباد او راولپنډۍ کې شوي دي.
د UNHCR په وینا، د ۲۰۲۵ کال په فبروري کې، شاوخوا ۱۷،۹۰۰ کسان بیرته افغانستان ته ستانه شوي چې په دې ډله کې ۱۴۱۷ یې ډیپورټ شوي دي. د ملګروملتونو د کډوالو لویې کمیشنیرۍ داسې مهال په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونو او توقیفونو د زیاتوالي خبر ورکوي چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې پریکړه کړې چې د افغانستان د تابعیت کارت (ACC) لرونکي به هم له پاکستان څخه وباسي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تیره اونۍ د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دغه کارت لرونکي کسان د مارچ تر ۳۱مې پورې وخت لري چې "په عزت سره" له دې هیواده ووځي، که نه نو د دوی د اخراج پروسه به د اپریل په لومړۍ نیټه پیل شي.
د پاکستان پوځ: په بلوچستان کې د بریدکوونکو مشران په افغانستان کې دي

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په بلوچستان کې د مسافرو پر رېلګاډي وروستی برید د هغو ترهګرو ډلو تنظیم کړی و چې مشران یې په افغانستان کې دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې چې پرون چهارشنبې یې خپره کړې ویلي چې پرجعفر ایکسپرس رېلګاډي د وسله والو برید ته چې په سلګونو مسافریې برمته کړي و، پوځ په چټکۍ ځواب ورکړ، ټول ۳۳ ترهګریې ووژل او له ۲۱ یرغمل شویو پرته چې د ژغورنې په عملیاتو کې له څلورو سرتیرو سره یوځای ووژل شول، نور ټول یرغمل وژغورل. د مسافرو پردغه ریلګاډي چې له کوټې پیښورته په لاره و، د سې شنبې په ورځ سیبۍ سیمې ته نژدې د بلوچستان د آزادۍ پوځ ( بي ایل اې) اړوند وسله والو برید وکړ. دې ډلې د شاوخوا پنځوسو یرغملود وژلو ادعا کړې ده.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې استخباراتي راپورونه په څرګنده تاییدوي چې دا برید د هغو ترهګرو ډلو د مشرانو لخوا تنظیم شوی چې له افغانستان څخه فعالیت کوي او زیاتوي چې د د دغې پیښې په اوږدو کې هغوی له بریدګرو سره مستقیم تماس درلود.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاکستان تمه لري چې د طالبانو سرپرست حکومت خپل مسؤلیتونه پوره کړي او هغو ترهګرو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه په استفادې، پرپاکستان بریدونه ترسره کړي.
د طالبانو سرپرست حکومت تراوسه د پاکستان د پوځ د دغې ادعا په اړه څه ندي ویلي خو له دې مخکې یې د پاکستان دا ډول ادعاوې تل ردکړې او ویلي یې دي چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې پرنورو د بریدونو لپاره کارواخلي.
د ورښتونو او سیلونو له کبله تیره یوه میاشت کې اتیا تنه مړه شوي دي

په افغانستان کې د یوې میاشتې د ورښتونو او سیلونو د قربانیانو شمیر اتیا تنو ته رسیدلی دی.
د طالبانو تر واک لاندې طبیعي پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت ادارې ویاند جانان سایق پرون په کابل کې رسنیو ته دا خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې د ورښتونو او سیلونو له امله د یوې میاشتې په موده کې تر سلو ډیر کسان ټپيان شوې هم دي.
طبیعي پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت د ادارې په وینا د ورښتونو له امله تر یو زر اته سوه ډیر کورونه د څه باندې څلورو اونیو په ترڅ کې وران شوې او نژدې درې زره جریبه زراعتي مځکه ویجاړه شوې ده.
سیګار: له افغانستان سره د امریکا ځینو مرستو کې د بشپړې څارنې تګلارې نشته

په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار اداره ( سیګار) وایي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د امریکا ځینې مرستې د بشپړې څارنې تګلارې نه لري.
سیګار په یوه راپور کې چې د مارچ په لسمه خپور شوی د بیلګې په ډول د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو.ایف.پي) او د روغتیا نړیوال سازمان ( ډبلیو.ایچ.او) یادونه کړې چې ګواکې مرستو کې یې د څارنې ډاډمنې تګلارې نشته.
سیګار په خپل دغه راپور کې د اتلسو نړیوالو ادارو سره چې امریکا په افغانستان کې ورسره د بشري مرستو په هدف پیسې ورکړي، د نهو نړیوالو ادارو پلټنه کړې.
د دغې ادارې په وینا، په اکثرو دغو سازمانونو کې د روڼوالي او څارنې تګلارې په نظر کې نیول شوي، خو زیاته کړې ده چې د صلاحیتونو د محدودیتونو او د ادارې د نه فعالیت له کبله د حکومت له خوا څارنه په کې د پام وړ کمه شوې ده.
د راپور د موندنو له مخې امریکا د طالبانو له بیاواکمنۍ څخه د ۲۰۲۳ کال تر سپتمبر پورې افغانستان کې همدې مرسته کوونکو ادارو ته څه باندې درې میلیارده ډالر لیږلي دي.
سیګار دې احتمال ته هم اشاره کړې چې د څارنې د بشپړ چوکاټ د نشتون له کبله ممکن طالبانو له دې مرستو ګټه اخیستې وي.
سیګار د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې افغانستان سره د خپلو مرستو څارنه باید ډاډمنه کړي.
د پاکستان پوځ: د برمته شویو پوځیانو او ملکیانو د ژغورنې عملیات پای ته رسیدلي

د پاکستان د پوځ چارواکي وایي چې دوی د بلوڅ بیلتونپالو له منګولو څخه برمته شوي پوځیان او ملکیان ازاد کړي او په دې برمته نیونه کې ښکیل ټول۳۳ وسله وال یې وژلي دي.
رویټرز تېره شپه ناوخته د پاکستان د پوځ د ویاند احمد شریف چوهدري په حواله دغه خبر ورکړی او هغه ویلي چې د ژغورنې عملیات ډير په احتیاط ترسره شوي دي.
چوهدري تایید کړې چې ۲۱ برمته شوي او څلور امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.
د بلوچستان د ازادۍ پوځ( بي ایل اې) چې ریلګاډی او په منځ کې یې سپرلۍ برمته کړي وو، تیره شپه ادعا وکړه چې دوی لاهم په جګړه دي، ترسلو زیات برمته ورسره دي او تر پنځوسو ډير برمته کسان یې تر اوسه وژلي دي.
خپلواکو سرچینو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.