روسیې د کرونا له امله د مړینو او پر دې ویروس د نوېو اخته شوېو کسانو یو نوی ریکارډ ثبت کړ.
په روسیه کې د کرونا مرکز پرون سې شنبه(د چنګاښ په ۲۲مه) وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۸۰ کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.
په همدې موده کې ۲۴ زره او ۷۰۲ کسان نوي پر کرونا اخته شوي دي.
دې مرکز ویلي چې روسیې له ۲۰۲۰ کال راهیسې چې کرونا په دې هېواد کې خپره شوې، داسې یوه ورځ نوه تجربه کړې.
په روسیه کې پر کرونا د اخته شوېو کسانو شمېر نژدې ۶ میلیونو ته رسیدلی او له ۱۴۴ زرو زیات کسان یې هم له امله مړه شوي دي.
په دې هېواد کې د کرونا ضد ویروس د تطبیق بهیر دوام لري او تر اوسه د دې هېواد ۳۰ میلیونه وګړیو لږ تر لږه د واکسین یوه ستن اخیستې.