د عراق په جنوب کې د یوه روغتون په یوه څانګه کې چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ لپاره ځانګړی شوې ده، د اورلګېدو له امله لږ تر لږه اته پنځوس کسان وژل شوي دي.
داسې ښکاري چې دا اور د اکسیجن په یوه ټانک کې د چاودنې له امله رامنځته شوی وي.
د ولایتي روغتیا د څانګې ویاند عمار بشار وویل، دا پېښه د بغداد په جنوب کې نژدې درې سوه پنځه اویا کیلومتره لري د ناصریه په روغتون کې لګیدلی چې د ۵۸ کسانو ژوند یې اخېستی دی.
روغتیایي چارواکو پرون دوشنبه (د چنګاښ په ۲۱مه نېټه) وویل چې اور کنټرول شوی دی او د پیښې تحقیقات روان دي.
د عراق د صدراعظم دفتر په یوه بیان کې ویلي دي چې صدراعظم مصطفی کاظمي له وزیرانو سره بیړنۍ غونډه وکړه او د روغتیا، مدني دفاع او د کووېډ-۱۹ د څانګې د مسوول د نیولو امر یې ورکړ.
په عراق کې کرونا تر اوسه د ۱۷ زره پنځه سوه دوه نوي کسانو ژوند اخیستی دی او په دغهَ هېواد کې تر یو میلیون او څلور لکه ډېر کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.