د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۴۱

دیرلاین: د اروپايي ټولنې پر غړیو ۵۰۰ میلیونه ډوزه واکسین ویشل کېږي 

د اروپایي کمېسیون مشره اورزولا فون دیرلاین
د اروپایي کمېسیون مشره اورزولا فون دیرلاین

اروپایي ټولنې د دې ټولنې د غړیو هېوادونو لپاره د کرونا ضد کافي واکسینونه برابر کړي چې هغه د بالغو وګړو په سلو د اویاوو لپاره بسنه کوي.

د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فون دیرلاین په دې اړه نن شنبه (د چنګاښ په ۱۹مه نېټه) په څرګندونو کې دغه راز له غړیو هېوادونو وغوښتل چې د کرونا ضد واکسینونو کمپاین ګړندی کړي.

هغې زیاته کړه چې تر سبا به د اروپايي ټولنې په ټولو غړیو کې پنځه سوه میلیون ډوزه واکسین وویشل شي.

د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړیو هېوادونو یو شمېر یې د نورو په نسبت دغه بهیر په چټکۍ مخ ته وړي، خو فون دیرلاین وویل چې په دې برخه کې اروپایي ټولنې خپله ژمنه عملي کړه.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG