د عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا ویروس پرضد د امریکا له خوا افغانستان ته د ورکړل شوي- جانسن اېنډ جانسن واکسین د تطبیق بهیر نن شنبه(د چنګاښ ۱۹مه) په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې پیلېږي.
جانسن اینډ جانسن واکسین یوازې یو ډوز لري.
په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن پرون د چنګاښ په ۱۸ مه نېټه د دې واکسین شااوخوا یو نیم میلیون ډوزه چې د متحدو ایالاتونو د ۳ میلیونه او ۳۰۰ زره ډوزو مرستې یوه برخه ده، د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ته وسپارل.
د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري پرون ماښام په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "تر را روانو ۷۲ ساعتونو پورې دا واکسین د افغانستان ۳۴ ولایتونو ته استوو او په ټولو ولایتونو کې به د دې واکسین د پیل شاهدان واوسو."
ښاغلي نظري زیاته کړه چې تراوسه په ټول افغانستان کې شااوخوا نهه نیم لکه کسانو ته د کرونا ویروس پرضد واکسین تطبیق شوی دی.
د ښاغلي نظري په وینا افغانستان اوس مهال د کرونا ویروس له درېيمې څپې سره لاس ګرېوان دی او دوی په دې څپه کې د ووهان له بڼې نیولې تر هندي او انګلیسي ډولونو پورې درې ډوله ویروسونه ثبت کړي دي.