ایران نن یکشنبه(د چنګاښ په ۱۳مه نېټه) په لوېو ښارونو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د نوېو محدودیتونو د لګولو اعلان وکړ.
په دې هېواد کې د کرونا ویروس د ډېلټا بڼې د پېښو له زیاتېدو سره د کرونا د بلې څپې د خپرېدو اندېښنې زیاتې شوي دي.
د کرونا ضد نوېو اقداماتو په ترڅ کې به د تهران په ګډون په ۲۷۵ ښارونو کې هغه سوداګریز فعالیتونه چې حیاتي نه دي، بند وي.
ټول عمومي پارکونه، رسټورانټونه، د ښکلاسالونونه، مارکیټونه او کتاب پلورنځي به د هېواد په سره او نارنجي رنګه زونونو یا هغو ښاروالیو کې چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ خطر په کې زیات دی، بند وي.
دغه بندیزونه یوه ورځ وروسته له هغې لګول کېږي چې د ایران ولسمشر حسن روحاني خبرداری ورکړی و چې دا هېواد ښایي د کرونا ویروس له بلې څپې سره مخامخ شي.
روحاني پرون شنبې (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) د ایران د ویروس ضد ځواک سره په غونډه کې وویل، وېره شته ایران د ویروس پنځمې څپې ته په لاره دی.
د رسمي شمېر له مخې په ایران کې ۳،۲ میلیونه وګړي پر کرونا اخته شوي او نژدې ۸۵ زره یې هم له امله مړه شوي دي.
د ایران د روغتیا وزارت ویلي چې نژدې ۴،۵ میلیونه وګړېو ته د کرونا ضد واکسین لږ تر لږه یوه ستن لګول شوې ده.