په تاجیکستان کې له کرونا سره د مبارزې ادارې ټولو کسانو ته چې له اتلسو کلونو یې عمر لوړ وي امر کړی چې د کووېډ-۱۹ واکسین ولګوي.
د تاجیکستان دولتي رسنۍ خاور راپور ورکړ چې د واکسین لګول د ټولو لپاره جبري دی.
تردې دمه په تاجیکستان کې د کرونا د واکسین اخیستل اختیاري وو. واکسین وړیا ورکول کېږي.
ټول هغه کسان چې له بهره تاجیکستان ته ستنېږي که د کرونا ټېسټ یې منفي هم وي باید لس ورځې قرنطین وي.
په دې توګه، ودونه او نور مراسم په لږ شمېر خلکو پورې محدود شوي.
د رسمي شمېرو له مخې، د کرونا وبا له پیل راهیسې تر ۱۳۵۰۰ ډېر خلک په تاجیکستان کې په کرونا اخته شوي دي. له دې ډلې ۹۲ کسان هم مړه شوي.
د تاجیکستان د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ وویل چې په دغه هېواد کې له ۲۸۰۰۰۰ څخه ډېر کسان د کرونا ویروس پر وړاندې واکسین شوي دي.