د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۲

هېواد: د ۷۰یمو کلونو وخت نه دی، امريکا او نړۍ د افغانستان پر اهميت پوی شوي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
  • هېواد

هېواد ورځپاڼې لیکلي، د امريکا په مشرۍ د بهرنيو ځواکونو د وتلو لړۍ تر ډېره بشپړه شوې ده او داسې ویل کېږي چې د راروانې اګست مياشتې تر پايه به ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو امریکا به شااوخوا ۶۵۰ سرتېري په افغانستان کې د بهرنیو ديپلوماتانو د امنيت لپاره پرېږدي.

وړاندې بیا د ولسمشرغني او جنرال سکاټ مېلر ترمنځ په ارګ وروستۍ ناستې ته اشاره شوې چې له افغانستانه د امريکا د مرستو او همکاريو د دوام په ځانګړي ډول د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ د اړيکو په نوي څپرکي او همدارنګه د افغان ځواکونو پر ملاتړ خبرې شوي دي.

د لېکوال په باور اوس د اويايمو کلونو وخت نه دی، بلکې په وینا یې امريکا او نړۍ د افغانستان پر اهميت پوی شوي او هېڅکله هم نه پرېږدي چې افغانستان يو ځل بيا بې نظامه او د ترهګرۍ پرځاله بدل شي.

لیکوال وړاندې ټینګار کړی چې افغان ولس هم د خپل نظام ننګه کوي، خو دلته د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د دښمن لاسوهنې او د دښمن ناوړه موخې د اندېښنې وړ دي او د سولې هڅې پر ټپه ولاړې دي او د جګړې لمن پراخه شوې ده.

له دې سره لېکوال له خلکو غوښتي چې په روان حالت کې له خپل نظامه په ټينګه ملاتړ وکړي او پرېنه‌ږدي چې نظام وپاشي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي، د جګړې خبرونه، د سولې په برخه کې د کوم تحرک نه شتون او له دې سره په یوه وخت د امریکايي چارواکو پرله‌پسې د ناوړه راتلونکي خبرونه او ان د حکومت د سقوط خبرونه هغه څه دي چې ګڼ افغانان خپلي راتلونکي ته نه‌هیلې کړي دي.

لېکوال پر امریکایي چارواکو هم تُندې نېوکې کړي چې په قصدي ډول غواړي کورنۍ جګړې ته لار پرانېزي.

خو لېکوال ټینګار کوي، دا لویه برخه افغانان چې له دې حالته زیان ویني، باید لاس تر زنې پاتې نه شي او په وینا یې ډېر واړه او لوی ګوندونه، ټول سره متحد شي او دواړه اړخونو ته یو واضح پیغام ورکړي او داسې فشار پرې راوړلی شي چې سولې ته غاړه کېږدي.

لېکوال همدارنګه وړاندیز کوي چې له همدې امله پکار ده چې نور خلک او هغه ګوندونه او سیاسي فعالین چې د سولې پلویان دي، عملي ګام واخلي او تباهۍ لوري ته د افغانستان د ورتګ مخه ونیسي.

  • افغانستان ورځپاڼه

او افغانستان ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې د جګړې له زیاتېدو سره په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پرضد زرګونه ولسي پاڅونوال جګړې ته تیار شوي او د افغان ځواکونو په ملاتړ یې د جګړې اعلان کړی دی.

خو لېکوال ټینګار کړی چې له دغو پاڅونوالو باید کلک ملاتړ وشي.

د لېکوال په وینا چې د طالبانو پر وړاندې دا ډول پاڅونونه نه یوازې د اندېښنې وړ نه دي، بلکې په باور یې چې په اوسنيو شرایطو کې اړتیا ده څو د وسله والو طالبانو د حملو شنډولو لپاره خلک لاس پکار شي.

سرمقاله لیکوونکي همدارنګه ټینګار کړی، هغه کسان چې له کلونو راهیسې د طالبانو په ملاتړ تبلیغ او کار کوي اوس ټولو ته معلوم دي او تر دې نور خلک نه شي غولولی.

خو وسله‌والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ګواښ کړی او ویلي یې دي چې دوی پخواني محلي پولیس دي، نه ولسي پاڅونوال.

XS
SM
MD
LG