د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

ملګري ملتونه: په نړۍ کې د معتادينو شمېر ۲۷۵ مليونه کسانو ته رسېدلی


افغانستان کې د مخدره موادو معتادین
افغانستان کې د مخدره موادو معتادین

«د نشه‌يي موادو په اړه حقايق شریک کړئ او د خلکو ژوند وژغورئ!» دا د روان ميلادي کال لپاره د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې او نشه‌يي موادو د غوښتنې کمولو شعار دی.

د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې د نشه‌يي موادو د وضعیت په اړه راغلي چې په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې په نړۍ کې د معتادينو شمېر ۲۷۵ مليونو ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ادارې مشره ګاډا ويلي وايي چې په نړۍ کې هر کال نږدې ۱۵ لکه انسانان د نشه‌يي موادو د استعمال له امله مړه کېږي.

مېرمن ويلي د نشه‌يي موادو په اړه عامه پوهاوی جدي اړتیا بولي او له دولتونو څخه غواړي چې د نشه‌يي موادو پر استعمال څارنه ډېره کړي.

دا زیاتوي: "د نشه‌يي موادو په اړه عامه پوهاوی د خلکو د ژغورنې لامل کېږي. په ټوله نړۍ کې له اتو معتادینو څخه چې درملنې ته اړتیا لري، يوازې یو يې د نشه‌يي موادو په اړه معلومات لري. دولتونه باید نشه‌يي موادو ته لاسرسی د دقيقو معلوماتو له مخې تنظیم کړي، دغه ډول بايد دولتونه د نشه‌يي موادو د څارنې او وقايې پروګرامونه هم ولري، ترڅو له هغو هېوادونو سره د نشه‌يي موادو د استعمال په مخنيوي کې همکاري وکړي چې لږ نشه‌يي مواد استعمالوي."

ارشیف، کابل ښار کې یو شمېر معتادین
ارشیف، کابل ښار کې یو شمېر معتادین

د (UNODC) په تازه راپور کې راغلي چې په تېرو ۱۰ کالو کې د نړۍ معتادین په سلو کې ۲۲ ډېر شوي دي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، تر ۲۰۳۰ ميلادي کال پورې به د نړۍ معتادين په سلو کې ۱۱ نور هم ډېر شي.

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ادارې مشره د نشه‌يي موادو د تولید اصلي عامل بې‌وزلي بولي او له دولتونو څخه غواړي چې د نشه‌يي بوټو د کښت، نشه‌يي موادو توليد، نشه‌يي موادو د قاچاقو او استعمال په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي.

خو د افغانستان عامې روغتيا وزارت بیا د نشه‌يي موادو د زيانونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه په افغانستان کې بې‌ګټې بولي.

د عامې روغتیا وزارت د نشه‌يي موادو غوښتنې کمولو ریاست تخنيکي مرستيال عبدالشکور حيدري وايي چې په افغانستان کې د نشه‌يي موادو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه مؤثره او ګټوره نتيجه نه‌لري.

ښاغلی حیدري زیاتوي: "له بده مرغه چې په افغانستان کې پيغامونه او شعارونه چندان خلک نه‌خوښوي. يو خو دا چې زموږ ډېری خلک کافي سواد نه‌لري او رسنۍ هم په واک کې نه‌لري. بل زموږ مخاطبین معتادین دي چې هغوی له رسنيو سره علاقه‌مندي نه‌لري. په افغانستان کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې تر ټولو ښه ميتود دا دی چې ادارې د نشه‌يي موادو له قانون سره سم خپل مسؤليتونه ادا کړي."

د ملګرو ملتونو څېړنې ښيي چې په نړۍ کې ۳۶ مليونه خلکو ته د نشه‌يي موادو له امله زيان رسېدلی او عمده دليل‌يې د کورنۍ هغه معتاد غړي دي چې نه‌پوهېږي او یا نه‌غواړي چې له خپلې کورنۍ څخه جلا شي.

ارشیف
ارشیف

د معتادينو د درملنې ډاکتر بريالی ميوندوال وايي چې که څه هم په کلیوالو سيمو کې معتادين ډېر دي، خو برعکس د عامه پوهاوي پروګرامونه اکثره په ښارونو کې عملي کېږي، ځکه خو بې‌تأثيره او بې‌ګټې دي.

ښاغلی میوندوال وايي: "معلومات او پوهاوی ډېر مهم دی. زموږ په هېواد کې خلک لږ معلومات لري او د سواد کچه هم ټيټه ده. په افغانستان کې خلک لومړی د غم هېرولو او يا تجربه کولو لپاره نشه کوي. موږ اړتيا لرو چې بايد د عامه پوهاوي پروګرامونو لمن پراخه شي. موږ يوازې په ښارونو کې نه‌شو کولای چې د نشه‌يي موادو په اړه د خلکو پوهاوی ډېر کړو، عامه پوهاوی يوازې د يوې ادارې نه، بلکې د ټولنې د ټولو غړو مسؤلیت دی. بايد ټول خلک د نشه‌يي موادو په زيانونو خبر وي او بايد نور خلک هم خبر کړي."

په نړۍ کې د معتادينو د ډېرېدو په اړه د ملګرو ملتونو راپور په داسې وخت کې خپرېږي چې په افغانستان کې د معتادينو په اړه له شپږو کالو راهيسې هېڅ سروې نه‌ده شوې.

د افغانستان عامې روغتيا وزارت وايي چې دوی په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې د بې‌سرپناه معتادينو په اړه یوه سروې کړې او له دې سروې څخه څرګنده شوې چې په افغانستان کې معتادين له ۲۰۱۵ ميلادي کال څخه بیا تر اوسه پورې څو برابره ډېر شوي دي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:56 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG