د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۳

اېما: تأیید شوي کرونا ضد واکسینونه د نویو بڼو پر وړاندې هم اغېزمن دي


د اروپايي ټولنې له لوري د کرونا ضد یو تأیید شوی واکسین، استرازینیکا
د اروپايي ټولنې له لوري د کرونا ضد یو تأیید شوی واکسین، استرازینیکا

د اروپايي ټولنې د درملو د قوانینو د ادارې اېما (EMA) مسؤل مشر وايي، د دې ټولنې له‌خوا د کرونا ضد تأیید شوي واکسینونه د دې ویروس د اوښتو یا نویو بڼو پر وړاندې هم اغېزمن دي.

د دې ادارې د روغتیايي ګواښونو پر ضد د پالېسۍ د څانګې مشر مارکو کاوالیري پرون پنجشنبه د هالنډ په پلازمېنه امستردام ښار کې په یوه خبري غونډه کې په دې اړه څرګندونې وکړې.

ده زیاته کړه: "موږ د کرونا ویروس د دلتا او نورو بڼو د چټک سرایت له کبله له اندېښنو خبر یو، خو ښکاري هغه څلور ډوله واکسینونه چې اروپايي ټولنې تأیید کړي دي د کرونا ویروس د اوښتو بڼو چې په اروپا کې په دوران کې دي او له هغې ډلې د دلتا بڼې پر وړاندې د وجود ساتنه کوي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اروپايي ټولنې په ځینو غړو هېوادونو کې د کرونا ویروس د نویو بڼو د چټک سرایت له کبله اندېښنې په زیاتېدو دي.

XS
SM
MD
LG