د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

هېواد: افغانستان له امريکا سره ملګرتیا او ستراتېژیکو همکاریو ته دوام ورکوي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل کې چاپېدونکو ورځپاڼو په خپلو نننيو ګنو کې په هېواد کې وروستيو ولسي پاڅونونو او د افغانستان او امريکا ملګرتيا ته په اشارې، مقالې او شننې خپرې کړې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي، که طالبان خپله جګړه نه‌دروي، نو ولسي پاڅونونه د دې توان لري چې له خپلې خاورې ساتنه وکړي.

ليکوال ليکي، له نن شپږ کاله وړاندې طالبان يوازې څو ولسواليو کې محدود وو، خو له امريکا سره تر خبرو وروسته او د امريکا په غير مستقيم ملاتړ اوس دا ډله د ټول افغانستان د نيولو فکر سر کې ګرځوي، خو د سرمقالې د‌ لیکوال په باور، اوس وخت د ۲۰ کاله مخکې سره ځمکه او اسمان توپیر کوي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، ۲۰ يا ۲۵ کاله مخکې چې طالبان راغلل په خلکو یې هر څه ومنل، خو اوسنی نوی نسل دا هر څه نه‌مني.

د ليکوال په باور، اوس طالب له ولس سره مخامخ دی او ولس‌يې پر وړاندې وسله پورته کړې.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي چې د عراق او افغانستان حالت د ولسي پاڅون کوونکو په برخه کې تقريباً ورته‌والی لري، خو ځیني توپیرونه هم شته.

د سرمقالې ليکوال ليکلي، هغه مهال چې امريکا له عراق ووته، په هغه هېواد کې ولسي خلکو د داعش او يو شمېر نورو وسله‌والو ډلو سره د جګړې لپاره وسله پورته کړه.

په سرمقاله کې وړاندې ليکل شوي چې د افغانستان او عراق توپیر یوازې دا دی چې په عراق کې ولسي پاڅون کوونکي د يو مشر او د يو کس تر امر لاندې مخکې روان وو، خو دلته په افغانستان کې هر جهادي مشر او هر شتمن يوه ډله جوړه کړې او وسله‌يې ورته ورکړې ده.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، په عراق کې هغه مهال چې ولسي پاڅونونه پیل شول، له ديني اړخه د‌ دیني علماوو ترڅنګ ان حکومتي چارواکو هم د خلکو د دې راټولېدنې په برخه کې پوره همکاري وکړه، خو په افغانستان کې لا تر اوسه د دې پاڅونونو په سر کې که څه هم حکومت‌يې څه نا څه ملاتړ وکړ، خو بيا هم قوي او پوره ملاتړ ته چا راونه‌دانګل.

د لیکوال په باور، دا ځکه چې افغانستان د ولسي پاڅونونو څخه په تېر کې ښه خاطره نه‌لري.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي چې افغانستان له امريکا سره ملګرتیا او ستراتېژیکو همکاریو ته دوام ورکوي.

ليکوال وړاندې ليکي چې دا ملګرتیا اوس تر بل هر وخت ډېره پخه او مهم پړاو ته دننه شوې ده او امریکا له افغانستان سره نه‌یوازې په سیاسي، بلکې په پوځي، اقتصادي، پرمختیایي او ټولنیزو چارو کې همکاریو ته دوام ورکوي.

د سرمقالې ليکوال ليکلي چې امريکا ته د افغان جمهور رئيس له سفر وړاندې ډېرو منفي‌پالو داسې ډنډورې وهلې چې ګنې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته به امریکا افغانستان ته شا کړي او دا چې د طالبانو بریدونو شدت موندلی او یو شمېر ولسوالۍ یې سقوط کړې، نو امریکا به هم افغان حکومت ته ځواب ورکړي چې ګنې نور یې نه‌شي ساتلی؟! خو ليکوال وړاندې ليکي چې افغانستان اوس هغه پخوانی هېواد نه‌دی، بلکې د افغانستان امنیت او ناامني دواړه پر سیمه او نړۍ نېغ په نېغه اغېز لري.

د سرمقالې په پای کې ليکوال ټينګار کوي چې نه‌يوازې امريکا، بلکې نور هېوادونه دې هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته د ترهګرۍ تر نابودۍ پورې دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG