د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، پاکستان د طالبانو کوربه بولي او وايي، دا هېواد کولای شي د افغانستان د سولې په پروسه کې د پام وړ مرسته وکړي او د افغانستان په یوه ښه ملګري بدل شي.
بلخوا د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم انتقاد کړی چې پاکستان حق نهلري افغان وګړي د افغانستان پر ضد وکاروي.
صالح محمد صالح په بلجیم کې د سیاسي مسایلو له شنونکي مالک بازي څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه وکړه چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح یو وار بیا باکستان ته د طالبانو د پناه ورکولو له کبله خبرداری ورکړی دی، دا تورونه بیا ولې لګول کېږي؟
د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: