د بریتانیا د روغتیا وزیر وروسته له دې استعفا وکړه چې د کرونا د مقرراتو د نهرعایتولو عکسونهیې خپاره شول.
د بریتانیا سن ورځپاڼې د روغتیا وزیر مټ هنکاک (Matt Hancock) داسې عکسونه خپاره کړل چې په خپل دولتي دفتر کې له خپلې یوې مرستیالې سره په غېږ روغبړ کوي او د یو بل مخونه ښکلوي.
پر ۴۲ کلن هنکاک د خپلو همکارانو او عام ولس له لوري په دې اعتراضونه وشول چې ولې یې د کرونا ویروس له کبله لګول شوي مقررات په پام کې نهدي نیولي.
دی چې په بریتانیا کې د کرونا وبا په اوج کې د روغتیا وزیر و، په ځلونو په ټلوېزیونونو کې ښکاره شوی او له خلکو یې غوښتي چې د دې ویروس د نهخپرېدو لپاره بندیزونه او روغتیايي سپارښتنې رعایت کړي.