د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۴

ډفېنس ون: د افغانستان جګړه ګټل کېدای نه‌شي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

واشنګټن پوسټ، ډفېنس ون او ګڼو نورو امریکايي ورځپاڼو واشنګټن ته د ولسمشر غني د سفر او په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د ده د کتنې په اړه لیکنې خپرې کړې دي.

  • ډفېنس ون

ډفېنس ون ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي رئيسې جین ساکي په قول لیکلي، د افغانستان جګړه چې امریکا غواړي مسؤلیت‌یې د افغانستان حکومت ته وسپاري، ګټل کېدای نه‌شي.

ډفېنس ون وايي چې سپینې ماڼۍ په دې توګه د جمهوري‌پالو غوښتنه رد کړه. هغوی په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر سره د افغان ولسمشر تر کتنې څو ساعته وړاندې له ۲۰ کلونو وروسته له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو په پرېکړه کې د بیاکتنې غوښتنه وکړه.

د امریکا د سنا جرګې د اقلیت مشر جمهوري‌پال میچ مک‌کانیل د پنجشنبې په ورځ له اشرف غني سره له کتنې وروسته وویل، د افغانستان حکومت ته په یوازې سر په داسې حالت کې امنیتي چارې ورله غاړه کېږي چې حالات ترینګلي دي.

  • مېل

د بریتانیا مېل ورځپاڼې د کندز ښار له شااوخوا څخه د جګړو له لاسه د زرګونه کسانو پر بې‌ځایه کېدو لیکنه خپره کړې ده.

د ورځپاڼې پر اساس، د کندز ښار په شااوخوا کې د طالبانو له حملو وروسته شااوخوا ۵ زره کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي، خو طالبان لا هم حملو ته دوام ورکوي.

په کندز کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئیس غلام سخي رسولي فرانس پرس اژانس ته ویلي چې شااوخوا ۲ زره کورنۍ کابل او نورو ولایتونو ته تللي دي.

د راپورونو له مخې، ګڼ شمېر کورنۍ د کندز ښار په ښوونځیو کې دېره شوي او د کډوالو چارو وزارت تر یوه حده خواړه ورته برابر کړي دي.

د فرانس پرس اژانس له لوري په اخیستل شوې وېډیو کې لسګونه ماشومان او ښځې لیدل کېږي چې په ښوونځیو کې په درول شویو خیمو کې یې اړولي دي.

د وروستیو جګړو له امله زرګونه افغانان له خورا سخت مصیبت او ناورین سره مخامخ شوي دي، خو څرګنده نه‌ده چې کله به جنګ پای ته رسېږي.

  • سبا

د ترکیې سبا ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې چې ترکیې او امریکا موافقه وکړه چې پر افغانستان خبرو ته دوام ورکړي، لیکلي، د ترکیې او امریکا پلاوو په انقره کې د ملي دفاع وزارت په ودانۍ کې د کابل د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر په اړه خبرې وکړې.

د دغه وزارت له خبرپاڼې سره سم، دواړو خواوو موافقه وکړه چې خبرو ته به دوام ورکوي.

سبا ورځپاڼه زیاتوي، ترکیه به غالباً په هغه صورت کې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر ساتنه په غاړه واخلي چې ضروري شرایط ورته برابر شي.

خو د ترکیې دفاع وزیر ویلي چې تر اوسه پورې نهايي موافقه نه‌ده شوې او په دې هم پرېکړه نه‌ده شوې چې پر موجودو ترک ځواکونو سربېره به نور پوځیان افغانستان ته استول کېږي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG