قطر کې د ۲۰۲۲م کال د نړیوال جام سیالیو مینهوال اړ دي چې د کرونا ضد واکسینیې کړی وي.
د قطر صدراعظم شېخ خالد بن خلیفه بن عبدالعزیز الثاني پرون دولتي رسنیو ته وویل، قطر چې د دغو مسابقو کوربه دی، د دغه تورنمنټ د هغو مینهوالو د خوندیتوب لپاره چې د لوبو نندارې ته ورځي، د یو ملیون ډوز واکسین د ترلاسه کولو هڅه کوي.
شېخ خالد ویلي: "کله چې په قطر کې د فیفا د ۲۰۲۲م کال نړیوال جام سیالیو وخت رسېږي، د نړۍ په زیاتو هېوادونو کې به خلک واکسین شوي وي او خوندي به وي."
په پام کې ده د نړیوال جام دغه مسابقې د ۲۰۲۲م کال د نومبر پر ۲۱مه پیل شي.