د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۷

افغانستان

هالند کې لسګونه افغانانو د افغانستان د روانې جګړې خلاف لاریون وکړ

ارشیف، د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار کې پر یوه موټر د چاودنې سیمه
ارشیف، د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار کې پر یوه موټر د چاودنې سیمه

په هالند کې مېشتو لسګونه افغانانو پرون د افغانستان د روانې جګړې په خلاف یو لاریون وکړ.

د لاریون ګډونوالو د افغانستان ګاونډی هېواد پاکستان تورناوه چې د روانې جګړې تر شا لوی لاس لري.

د امستردام په (دم سکوایر) کې د دې لاریون یوې تنظیموونکې سایره نورزۍ وویل: "پاکستان له هرې وسیلې څخه کار اخیستی تر څو په افغانستان کې جګړه اوږده وساتي او زموږ افغانان په خپله خاوره کې د خپل ولس په وړاندې استمعالوي."

پاکستاني چارواکو بیا ویلي چې افغانان او افغان حکومت دې نور د دوی له ملامتولو لاس واخلي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تازه په یوه مرکه کې دا رد کړې چې ګنې هېواد یې په خپله خاوره کې طالبانو ته ځای ورکړی. هغه ویلي له طالبانو سره تماسونه د دې لپاره دي چې د سولې د خبرو لپاره اسانتیا رامنځته شي.

د هالند لاریون په یوه پرېکړه‌لیک پای ته ورسېد چې ګډونوالو یې ویل د هالند پارلمان او د بشري حقونو نورو نړیوالو بنسټونو ته به‌یې لېږي څو هغوی متوجې کړي چې په افغانستان کې روانه جګړه بندېدو ته اړتیا لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغان د خبریالانو مرکز وايي، طالبانو په تالقان ښار کې درې سیمه ایز خبریالان نیولي دي

له ښۍ خوا څخه: نصرت الله ابراهیمي، منیر هدف او اسدالله تیمور
له ښۍ خوا څخه: نصرت الله ابراهیمي، منیر هدف او اسدالله تیمور

د افغانستان د خبریالانو مرکز په تخار ولایت کې د دریو سیمه ایزو خبریالانو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د خبریالانو دې مدافع ټولنې په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي دي چې د آریانا نیوز خبریال نصرت الله ابراهیمي او آزاد خبریالان منیر هدف او اسدالله تیمور په تالقان ښار کې د طالبانو د سیمه ایزو چارواکو له خوا نیول شوي دي.

د بیان له مخې تیمور او منیر د دوشنبې په شپه او ابراهیمي د سه شنبې په ورځ نیول شوي دي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې خبریالانو پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې او پر واکمنو طالبانو یې غږ کړی چې دا خبریالان سمدستي او له قید او شرط پرته خوشې کړي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا د مې په دریمه، د رسنیو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیان کې د طالبانو له خوا د بیان پر آزادۍ محدودیتونه د اندېښنې وړ وبلل.

مېرمن اوتونبایووا وویل، د طالبانو محدودیتونه د دې سبب شوي چې د رسنیو مسلکي کسان له ګواښونونو، بندي کېدو او ناوړه چلند سره مخامخ شي.

د جرمني حکومت دې هېواد ته د ډېری غیرقانوني کډوالو پر ننوتو بندیز لګوي

د جرمني پولیس د پولنډ په سرحد کې د پناه غوښتونکو له یوې ډلې سره (آرشیف)
د جرمني پولیس د پولنډ په سرحد کې د پناه غوښتونکو له یوې ډلې سره (آرشیف)

د جرمني نوی حکومت وايي چې ډېری غیرقانوني پناه غوښتونکو ته به اجازه ورنه کړي چې له سرحدونو څخه دې هېواد ته ننوځي. دا په داسې حال کې ده چې نوی صدراعظم فریدریښ میرڅ هڅه کوي دې هېواد ته د پناه غوښتونکو د بې نظمه ننوتلو او ورسره د افراطي ښي اړخو د نفوذ د زیاتېدو مخه ونیسي.

د کډوالو پرمخ د سرحدونو بندول د ښاغلي میرڅ د پالیسۍ مهمه برخه ده ځکه دی غواړي چې د جرمني لپاره د بدیل AfD په نوم د کډوالو مخالف سیال ګوند، پراخ نفوذ ترلاسه نه کړي. دې ګوند د فبروري په انتخاباتو کې دوهم ځای وګاټه او محبوبیت یې په نظرپوښتنو کې په زیاتېدو دی.

جرمني په ۲۰۱۵ کال کې د کډوالو د بحران په اوج کې شاوخوا یو میلیون کډوال ومنل چې ډېری د سوریې او افغانستان وګړي وو.

د روغتیا نړیوال سازمان؛ په افغانستان کې د شري پېښې په زیاتېدو دي

د غور په یوه روغتون کې بستر شوی ماشوم
د غور په یوه روغتون کې بستر شوی ماشوم

د روغتیا نړیوال سازمان WHO وايي چې په افغانستان کې د شري یا سرخکان د ناروغۍ پېښې په زیاتېدو دي.

دې سازمان پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې واکسین د شري د مخنیوي لپاره یوازینۍ لاره بللې ده او له خلکو یې غوښتي دي چې د دې ناروغۍ پر وړاندې خپل ماشومان واکسین کړي.

په تېره اپریل میاشت کې WHO په یوه راپور کې وویل چې په افغانستان کې د شري ناروغۍ پېښې څه باندې ۴۲ سلنه ډېرې شوي دي. د دې راپور له مخې تر اپریل میاشتې پورې د دې ناروغۍ له کبله د مړینو شمېر ۱۹۳ ته رسېدلی دی.

په غزني کې د یوې کورنۍ درې غړي اوبو ډوب کړي دي

د افغانستان جنوب- ماشومان د لامبو په حال کې
د افغانستان جنوب- ماشومان د لامبو په حال کې

په غزني ولایت کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي وايي چې د یوې کورنۍ درې غړي په اوبو کې د ډوبېدو په پېښه کې مړه شوي دي.

د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې د غزني امنیه قوماندانۍ ویلي دي چې لومړی یو ماشوم د لوبو پرمهال اوبو ته وغورځېد او وروسته یې مور او پلار د هغه د ژغورنې لپاره ځان اوبو ته واچاوه خو درې واړه مړه شول.

دا پېښه نن (د غويي ۱۸مه) د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې شوې ده.

تېرکال راپور ورکړل شوی و، چې له پنځوسو ډېر کسان چې ډېری ځوانان وو، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په اوبو کې د ډوبېدو په پېښو کې مړه شوي دي.

بې احتیاطي، له لامبو سره نابلدي او د ډوبو شویو کسانو د ژغورنې د امکاناتو نشتوالی د دې خونړیو پېښو مهم عوامل بلل کېږي.

ملګري ملتونه میندو ته د ماشومانو د روزنې کورسونه جوړوي

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونیسیف په افغانستان کې میندو ته د ماشومانو د ښې روزنې د تجربوي کورسونو خبر وکوري.

یونیسیف نن پر خپله ایکس پاڼه د دې کورسونو د پیل خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د نړیوال بانک په ملاتړ په دې پروګرام کې لس زره هغه میندې چې له شپږو کلونو کم عمره ماشومان لري روزل کېږي.

په افغانستان کې چې د نړۍ له بېوزلو هېوادونو څخه دی، د ماشومانو د روزنې ځانګړي ښوونځي نه شته. یونیسیف وايي، په دې کورسونو کې میندې زده کوي چې څنګه خپلو ماشومانو ته پاملرنه او عاطفي او مسوولانه چلند وکړي.

د طالبانو حکومت: ترکمنستان له افغانستان سره د رېل پټلۍ، سوداګرۍ او ترانزیت په برخو کې پلانونه اعلان کړي دي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د چهارشنبې په ورځ (د مې په ۷مه) د ترکمنستان د وزیرانو د کابینې مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید میریدوف سره د ټاپي پایپ لاین پروژې د پرمختګ په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مشر ضیا احمد تکل په یوه بیان کې ویلي چې دا غونډه د ویډیو کنفرانس له لارې وشوه. د بیان له مخې میردوف په نژدې راتلونکي کې د ریل پټلۍ، سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د عملي همکارۍ د پراخولو پلانونه اعلان کړل. خو په بیان کې د دغو پلانونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

ټاپي د ګازو د نللیکې سیمه‌ییزه پروژه ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.

د دې پروژې د کار د پیل تړون په ۲۰۱۶ م کال کې د ترکمنستان، د افغانستان د تېر جمهوري نظام، پاکستان او هند هېوادونو ترمنځ د ترکمنستان په عشق اباد کې لاسلیک شو.

د طالبانو حکومت د هند او پاکستان ترمنځ پر ترینګلتیا اندېښنه وښوده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان او هند ترمنځ د ترینګلتیا پر زیاتېدو اندېښنه وښوده ویې ویل چې دا وضعيت د سيمې په ګټه نه بولي.

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت نن (چهارشنبه) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې امنيت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه بولي او په دواړو لوریو غږ کوي چې له زغم څخه کار واخلي او ستونزې د ديپلوماسۍ له لارې په خبرو او تفاهم حل کړي.

سره له دې چې پاکستان د طالبانو کلیدي متحد انګېرل کېده، د دغه هیواد او طالبانو اړیکې په ځانګړي ډول وروسته له دې خړپړې شوې چې تېر کال پاکستاني الوتکو د پکتیکا پر برمل ولسوالي بمباري وکړه.

د دې خلاف بیا له هند سره د طالبانو اړیکې نژدې شوې دي. دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د هند او طالبانو اړیکې ډېرې ترینګلې وې.

ایراني رسنۍ : امیرخان متقي راتلونکې اونۍ تهران ته سفر کوي

یو شمېر ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي، به د راتلونکې اوونۍ په ترڅ کې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر وکړي.

د مهر خبري آژانس د سې شنبې په ورځ (د ثور ۱۶مه) راپور ورکړ چې د طالبانو د پلاوي او ایراني چارواکو ترمنځ به په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او ګډو ګټو په اړه خبرې وشي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه تهران ته د متقي د دې احتمالي سفر په اړه څه نه دي ویلي.

ایران د هغو لږو هېوادونو له ډلې څخه دی چې له د طالبانو له حکومت سره تعامل لري او د دوی د ډیپلوماټانو استازیتوب یې منلی دی.

په لسو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او احتمالي سیلابونو خبرداری ورکړل شوی

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په لسو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او له کبله یې د احتمالي سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

دغه ریاست د سې شنبې په ورځ (د ثور ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن (چهارشنبه) به خوست، پکتیا، ننګرهار، لوګر، میدان وردګ، پروان، بدخشان، نورستان، کاپيسا او کابل ولایتونه د سختو ورښتونو شاهدان وي، چې ورسره د سیلابونو د راوتلو احتمال هم شته.

تمه ده، چې د باران اندازه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۳۰ ميلي‌متره پورې وي.

همداراز په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د هېواد په مرکزي او لوېدیځو ولایتونو کې د نسبتاً تندو بادونو د لګېدو امکان شته، چې چټکتیا به یې په بېلابېلو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ تر ۷۵ کیلومتره وي.

دا خبرداری داسې مهال ورکړل شوی، چې د طالبانو د سیمه‌ ییزو چارواکو په وینا، د تېرې جمعې په ورځ د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ د سیلابونو له امله لږترلږه پنځه تنه مړه شوي وو.

په بدخشان کې وروستیو سیلابونو کرنیزې ځمکې، استوګنیزې ودانۍ ویجاړې کړې وې او ځینې لارې یې هم تړلې وې.

حامد کرزی: پاکستان دې د افغان شخصیتونو نومونه د راکټونو پر ځای په علمي مرکزونو کېږدي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستان غوښتي چې د افغان شخصیتونو نومونه دې د وسلو او راکټونو پر ځای پر خپلو علمي او فرهنګي مرکزونو کېږدي.

ښاغلي کرزي دا څرګندونې پر خپل ایکس/ پخواني ټویټر وروسته له هغې کړې، چې تېره اونۍ پاکستان د «ابدالي» په نوم یو نوی بالستیک توغندی وازمویه.

د افغانستان پخواني ولسمشر زیاته کړې، پاکستان له دې وړاندې هم خپل راکټونه «غزنوي» او «غوري» نومولي، حال دا چې" همدا اوس هلته مېشت افغانان له بد او ځورونکي چلند سره مخ دي."

د حامد کرزي په وینا، افغانستان د تاریخ په اوږدو کې په خپله غېږه کې زیات شمېر علمي، فکري او فرهنګي شخصیتونه، ویاړلي مبارزین او پاچاهان روزلي، چې " نړۍ یې په درنښت یادوي او له نومونو یې په مناسبه توګه استفاده کېږي. "

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG