خبرونه
کابل کې د امریکا سفارت '۱۱۴ کارکوونکي' په کرونا وبا اخته شوي او یو مړ دی

په کابل کې د امریکا سفارت ۱۱۴ کارکوونکي په کرونا وبا اخته شوي او له ډلې یې یو تن مړ شوی دی.
دا خبر اسوشیټېډ پرس په کابل کې د امریکا سفارت د یادداشت په حواله راپور کړې.
د امریکا سفارت ویلي چې په کرونا وبا اخته کارکوونکي یې قرنطین کړي او نور یې له سفارت ایستلي دي.
په دې سره د سفارت د نږدې ټولو چارو د درېدو راپورونه ورکړل شوي ځکه مخکې هم د سفارت د کارکوونکو شمېر د امنیتي ګواښونو په سبب کم شوی و.
په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن ویلي چې "باید د وبا د خپراوي مخه ونیسو او یو بل خوندي کړو."
په افغانستان کې د کرونا د درېیمې څپې له امله په دې وبا د اخته خلکو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي او ورسره د مړینو کچه هم زیاته شوې.
د عامې روغتیا وزارت د پرونیو شمېرو له مخې نږدې ۹۹ زره کسان په کرونا وبا اخته شوي. د ورځنیو مثبتو پېښو چټکتیا ته په کتو وېره شته چې دا شمېر نن له یو لک واوړي.
اخوا د کرونا له لاسه د ټولو مړو شویو خلکو شمېر تر پرونه ۳،۹۴۳ ته رسېدلی و.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د سوریې په لاذقیه ښار کې د وسله والو ځواکونو د عملیاتو پرمهال یو شمیر پوځیان وژل شوي

د سوریې وسله والو ځواکونو په ساحلي ښار لاذقیه کې وروسته له هغه پوځي عملیات پیل کړل چې د بشاراسد د پرځېدلي رژیم پلوي ملېشو د پوځ دوه سرتېري ووژل.
د سوریې دولتي خبري آژانس سانا نن (د کب ۱۴مه) د سرچینو په حواله راپور ورکړ چې دا سرتېري د لاذقیې په داعتور سیمه کې وژل شوي دي. لاذقیه د اسد د رژیم د ملاتړ پخوانی مرکز بلل کېږي او علوي اقلیت چې د اسد کورنۍ ورسره تړلې ده، ترډېره په همدې ښار کې اوسي.
په خبر کې راغلي دي چې د کورني امنیت ادارې په دې سیمه کې پراخ عملیات پیل کړي دي څو د دې ملېشو وسله وال ونیسي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې روانه جګړه څاري وايي چې د سوریې دفاع وزارت په سیمه کې سرتېري له زغرګاډو او ټانکونو سره ځای پرځای کړي څو هغه کسان چې د ملي امنیت د ځواکونو پر غړو یې برید کړی پیدا کړي او ویې نیسي.
د سوریې په بېلابېلو سیمو کې په وروستیو کې د ډزو او نښتو پېښې شوي چې تر ډېره د اسد د رژیم پلویان پکې ښکیل بلل شوي دي.
د ملګروملتونو د امنیت شورا د راروانې دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه ناسته کوي

په پام کې ده چې د ملګروملتونو امنیت شورا راتلونکې دوشنبې د افغانستان په اړه بحث وکړي.
د ملګروملتونو د سیاسي او سوله ایزو چارو برخې پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي، دا غونډه د مارچ په لسمه د ډنمارک په نوښت، چې د امنیت شورا نوبتي مشري کوي جوړېږي او په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشره روزا اوتونبایووا به هم پکې حاضره وي.
د دې غونډې د اجنډا په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي خو بشري حقونه او په تېره د نجونو او ښځو پر تعلیم او کار بندیزونه او همداراز د خلکو اقتصادي ستونزې هغه مسایل دي چې په تېرو څه کم څلورو کلونو کې د افغانستان په اړه د امنیت شورا د بحثونو اجنډاګانې جوړوي.
په همدې حال کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې یوناما د افغانستان په اړه منفي تبلیغ کوي. باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي د ښاغلي مجاهد له قوله لیکي چې نوموړی وايي، یوناما په خپلو راپورونو کې حقایق نه وړاندې کوي او کوچني موضوعات لویوي.
نن د کرکټ په اتلانو جام کې هندوستان او اسټرالیا نیمه پایلوبه ترسره کوي

نن د کرکټ په اتلانو جام کې هندوستان او اسټرالیا نیمه پایلوبه ترسره کوي.
دا لوبه په دوبۍ کې په ځايي وخت د غرمې په یوه بجه پیلیږي.
د کرکټ په اتلانو جام کې هندوستان له خپل ګروپه ټول شامل ټیمونه نیوزیلند، بنګله دیش او پاکستان مات کړي او نیمه پایلوبې ته وتلی.
اسټرالیا هم چې له افغانستان سره په یوه ګروپ کې وه له انګلستان او جنوبي افریقا لوبې ګټلي او له افغانستان سره یې لوبه د باران په سبب مساوي شوې وه.
د کرکټ په اتلانو جام کې دویمه نیمه پایلوبه سبا د پاکستان په لاهور کې د نیوزیلند او جنوبي افریقا تر منځ کېږي.
په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو په تازه نښتو کې درې پاکستاني سرتېري ټپیان شوي

د راپورونو له مخې په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ تېره شپه بیا نښتې شوي.
سیمه ایزو سرچینو نن آزادۍ راډیو ته وویل چې جګړه اوس بنده ده خو وضعیت لاهم کړکېچن دی او د سیمې اوسېدونکي وېرېږي چې جګړه بیا پیل نه شي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له دې مخکې تایید کړې وه چې د یکشنبې په ماخستن د پیل شویو نښتو پرمهال د دوی یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. له بلې خوا د آزادۍ راډیو مشال څانګې د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې په پرونیو جګړو کې درې پاکستاني سرتېري ټپیان شوي وو.
په عین حال کې د راپورونو له مخې د تورخم دروازه تراوسه هم د خلکو او موټرو پرمخ بنده ده او دواړو غاړو ته یې لسګونه لارۍ بندې پاتې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوکراین ته ټولې پوځي مرستې وځنډولې

د راپورونو له مخې ښاغلي ټرمپ دوشنبه ناوخته دا پرېکړه کړې ده.
دا وروسته له هغه چې تېره اوونۍ ټرمپ او د هغه اوکراییني سیال ولودومیر زیلینسکي تر منځ په سپینه ماڼۍ کې لیدنه په لفظي شخړو سره بې نتیجې پای ته ورسېده.
رویټرز خبري اژانس د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړی چې متحده ایالات اوکراین ته خپلې مرستې ځنډوي او بیا یې بیاکتنه کوي "ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دا مرستې یوې حل لارې ته زمینه برابروي"
د بلومبرګ او فاکس نیوز د راپورونو له مخې، اوکراین ته د امریکا د پوځي مرستو ځنډول به تر هغه وخته پورې دوام وکړي چې ټرمپ دې پایلې ته ورسیږي چې د اوکراین مشران سولې ته صادقانه ژمنتیا لري.
فاکس نیوز د ټرمپ ادارې د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړ چې "دا د مرستو دایمي درول نه دي، بلکې لنډمهاله ځنډ دی."
له دې مخکې، متحده ایالاتو د مارچ په ۳مه په زیلینسکي فشار زیات کړ چې د اوکراین د جګړې د بندولو لپاره یوې موافقې ته د رسیدو لپاره د واشنګټن د هڅو ملاتړ وکړي.
اسټرالیا او هند د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې سره مخ دي

نن د کرکټ په اتلانو جام کې هندوستان او اسټرالیا نیمه پایلوبه ترسره کوي
دا لوبه په دوبۍ کې په ځايي وخت د غرمې په یوه بجه پیلیږي.
د کرکټ په اتلانو جام کې هندوستان له خپل ګروپه ټول شامل ټیمونه نیوزیلند، بنګله دیش او پاکستان مات کړي او نیمه پایلوبې ته وتلی.
اسټرالیا هم چې له افغانستان سره په یوه ګروپ کې وه له انګلستان یې لوبه ګټلې وه او له افغانستان او جنوبي افریقا سره یې د باران په سبب لوبې مساوي پای ته ورسېدې.
د کرکټ په اتلانو جام کې دویمه نیمه پایلوبه سبا د پاکستان په لاهور کې د نیوزیلند او جنوبي افریقا تر منځ کېږي.
د جرمني په منهایم ښار کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د موټر د چلولو په پېښه کې یوتن مړه او ګڼ نور ټپیان شول

د جرمني په منهایم ښار کې یوه چلوونکي خپل موټر په یوه بازار کې د خلکو ګڼه ګوڼې ته دننه کړی چې په نتیجه کې یې یوتن وژل شوی او یوشمېر نور ټپیان دي.
پولیسو تراوسه دا پېښه برید نه دی بللی خو وايي چې مشکوک کس یې نیولی دی.
د منهایم د پولیسو ویاند ستیفان ویلهیلم وویل چې له نیول شوي مشکوک کس څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي. ویاند زیاته کړه چې په سیمه کې د پولیسو عملیات روان دي او سپارښتنه یې وکړه چې خلک دې د ښار په مرکزي برخه کې تګ راتګ نه کوي. د بادین وورتیمبرګ سیمې والي توماس ستروبل د جرمني خبري آژانس ته ویلي دي چې د پېښې عامل د یوه څېرمه ایالت څلوېښت کلن جرمن اوسېدونکی دی.
تېره میاشت یوه ۲۴ کلن افغان پناه غوښتونکي هم د جرمني په مونشن ښار کې د یوې مظاهرې ګډونوال تر موټر لاندې کړل چې په نتیجه کیې یوه دوه کلنه ماشومه او د هغې مور مړه او ګڼ نور کسان ټپیان شول.
په دوو لسیزو کې د جاپان د تر ټولو لوی اور د وژلو هڅې

جاپاني چارواکو راپور ورکړی چې له ۲۰۰۰ څخه زیات اور وژونکي هڅه کوي چې په دریو لسیزو کې په جاپان کې د ځنګلونو تر ټولو لوی اور مړ کړي.
چارواکو د دوشنبې په ورځ، د کب په ۱۳مه، وویل چې شاوخوا ۵۰۰۰ اوسیدونکو ته د خپلو کورونو د خالي کولو خبرداری ورکړل شوی دی.
د جاپان صدراعظم شینگو ایشیبا په کې پارلمان وویل: "که څه هم د اور لګېدنې کچه ډېره پراخه ده، خو موږ به د خلکو د کورونو د زیانمنېدو د مخنیوي لپاره ټول ممکنه اقدامات وکړو."
د جاپان د اور وژنې او ناورین مدیریت ادارې په وینا، اور، چې د اوفوناتو ښار ته نږدې ولګېد، د پنجشنبې راهیسې شاوخوا ۲۱۰۰ هکتاره (۵۲۰۰ جریبه) ځمکه سوځولې ده.
تیم اطفائیه از ۱۴ منطقه جاپان اکنون در حال مهار آتش هستند.
د جاپان د ۱۴ سیمو څخه د اور وژنې کارکوونکي اوس مهال د اور وژنې په هڅه کې دي.
اټکل کیږي چې د یکشنبې تر ورځې پورې شاوخوا ۸۴ ودانۍ زیانمنې شوې دي، که څه هم تفصيلي ارزونې لاهم روانې دي.
شاوخوا ۲۰۰۰ کسان له سیمې وتلي او ملګرو یا خپلوانو خواته تلي دي ، په داسې حال کې چې له ۱۲۰۰ څخه ډیر خلک خوندي سیمو ته لیږدول شوي دي.
تېره اونۍ د شمالي ایواتي په سیمه کې د اور لګېدو له امله یو کس مړ شو.
دا اورلګېدنه په سیمه کې د بارانونو د بې ساري کمښت او تیر کال د جاپان په تاریخ کې تر ټولو ګرم اوړي وروسته رامنځته شوه.
"آنورا" فلم د غوره فلم اسکاره جایزه وګټله

د سږ کال په اسکار جایزو کې، "آنورا" فلم د غوره فلم جایزه وګټله.
د اکاډمۍ د جایزو د ۹۷مې دورې مراسم، چې د اوسکار په نوم یادیږي، د یکشنبې په ورځ، د فبروري په ۱۲مه، د امریکا د لاس انجلس په هالیوډ کې د ډالبې تیاتر کې ترسره شول.
په دې مراسمو کې، "انورا" فلم تر نور ښه وځلېد ، او پنځه اسکار جایزې یې وګټلې.
آدرین برودی و مایکی مدیسون چې په فلم کې یې مخکښ رولونه لوبولي وو، د غوره اداکار او غوره اداکارې جایزې وګټلې.
شان بیکر، چې دا فلم یې جوړ کړی و، درې اسکار جایزې وګټلې، چې په کې د لیکلو، لارښود کولو او ایډیټ کولو هم شامل وو.
ملګري ملتونه: د خوړو ناامني ښځې او ماشومان ګواښي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې د افغانستان په ځینو برخو کې د خوړو ناامني ښځې او ماشومان ګواښي.
په یوه نوي راپور کې چې د یکشنبې په ورځ، د مارچ په ۱۲مه خپور شو، یونیسف وویل چې ۱۴.۸ میلیونه خلک، چې د هیواد د نفوس له دریمې برخې څخه ډیر دي، به د ۲۰۲۵ کال تر مارچ پورې د خوړو له سخت کمښت سره مخ شي.
یونیسف دا هم یادونه وکړه چې د اوږدې مودې د خوړو د نه خوندیتوب، د اوبو کمښت، ناکافي حفظ الصحې او روغتیایی خدماتو ته محدود لاسرسي اغیزې د ماشومانو او امیندوارو میرمنو ترمنځ د شدیدې خوارځواکۍ کچه لوړه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د هغو سیمو شمیر چې د څلورمې کچې خوارځواکۍ په توګه طبقه بندي شوي دي نږدې درې چنده زیات شوی، چې په ۲۰۲۴ کې له ۱۹ سیمو څخه په ۲۰۲۵ کې ۵۶ سیمو ته لوړ شوی دی.
د دې سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې به په ټولیزه توګه ۷.۸ میلیونه ښځې او ماشومان چې له پنځو کلونو کم عمر لري د تغذیې مرستې ته اړتیا ولري، چې له دې ډلې به ۳.۵ میلیونه ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته وي او ۱.۱ میلیونه ښځې به درملنې ته اړتیا ولري.