د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۸

کرونا؛ د امریکا په دوو ایالاتونو کې لګیدلي بندیزونه لېرې شول


کالیفورنیا
کالیفورنیا

د امریکا دوو ګڼ مېشتو ایالاتونو کالیفورنیا او نیویارک کې د کرونا ویروس له کبله نږدې ټول لګول شوي بندیزونه لېرې کړل.

دا ګام وروسته تر دې اخېستل کېږي چې دغلته د واکسین شوېو کسانو کچه لوړه او په کرونا د اخته کېدو ورځنۍ پېښې په څو میاشتو کې تر ټولو ټیټې کچې ته راغلي.

کالیفورنیا پرون د جون په ۱۵مه دا بدلون ولمانځه او والي یې ګاوین نیوسوم وویل، دوی د وبا پاڼه واړوله.

والي وویل، نن له کورنیو، خپلوانو او نورو سره د ناستې پاستې او غېږې ورکولو ورځ ده.

کالیفورنیا او نیویارک کې بندیزونه وروسته تردې پای مومي چې چارواکو یې وویل، ۷۰ فیصده وګړو یې لږ تر لږه یو ډوز واکسین کړی دی.

XS
SM
MD
LG