- نشنل انټرسټ
نشنل انټرسټ خپرونې په یوه مطلب کې د امریکا او ترکیې اړیکې او پر افغانستانیې د هغه اغېز څېړلی دی.
خپرونې دا اړیکې د امریکا او ترکیې د ولسمشرانو له لیدو کتو مخکې ارزولې دي.
د نشنل انټرسټ په لیکنه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له حملې وروسته ترکیه لومړنی اسلامي هېواد و چې د ایساف په چوکاټ کې یې خپل ځواکونه افغانستان ته ولېږل.
د لیکنې په دوام راغلي، د ترکیې مأموریت د ناټو په چوکاټ کې د کابل پر امنیت او د افغان ځواکونو پر روزنې راڅرخېده.
نشنل انټرسټ د کابل د پخواني والي ذبیحالله مجددي په حواله لیکلي، د افغانستان خلک ترکي پوځیان بهرنیان نه، بلکې خپل خلک یادوي.
تېره اوونۍ د ترکیې د دفاع وزیر حلوسي اکار وویل، که د ناټو متحدان سیاسي، مالي او لوجستیکي ژمنې ورکړي، د کابل هوایي ډګر د امنیت لپاره یو شمېر ترکي ځواکونه پرېږدي.
خو د افغانستان د ملي امنیت شورا غبرګون وښود او ویېویل، افغان ځواکونه د هوایي ډګر او په کابل او ولایتونو کې د ډیپلوماتیکو ادارو د خوندیتوب وړتیا لري.
طالبانو هم وویل چې افغانستان کې په هر نوم او د هر هېواد د ځواکونو پاته کېدل ورته د منلو نهدي.
- وال سټریټ ژورنال
والسټریت ژورنال ورځپاڼې بیا د امریکا د اوکلاهاما ایالت د سناتور جېمز اینهوف مقاله خپره کړې ده.
دې مقاله کې د ولسمشر جو بایډن پر هغې پرېکړې کلکه نیوکه شوې چې غواړي خپل ټول سرتېري له افغانستانه وباسي.
د دې سناتور په وینا بایډن د افغانستان وضعیت ته له پاملرنې پرته د ځواکونو د وتلو پرېکړه کړې او په خبرهیې دا یوه بشپړه سیاسي پرېکړه ده.
سناتور اینهوف والسټریټ ژورنال ته لیکلي، د جو بایډن ادارې داسې وښوده چې د افغانستان په برخه کې یوازې دوه لارې لري، یا د ټولو ځواکونو بېقید او شرطه وتل او یا هم تر نامعلومې نېټې د جګړې دوام.
لیکوال درېیمه لاره داسې وړاندیز کړې چې د امریکا او طالبانو د دوحې هوکړې تر عملي کولو پورې باید د امریکایي ځواکونو یوه وړه ډله افغانستان کې پاته شي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا د ځواکونو د ایستلو ملاتړ کړی، خو ویلي یې دي، که افغانستان کې بیا د ترهګرۍ ستونزه پیدا شي او د دوی ګټو ته ګواښ پېښ شي، دوی سیمه کې پوځي ځواکونه لري چې د خپلو ګټو دفاع کولای شي.