د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۳۷

«جي-۷» بې‌وزلو هېوادونو سره د کرونا ضد یو میلیارد دوز واکسین مرستې ژمنه وکړه

د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو یا «جي-اووه» ډله
د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو یا «جي-اووه» ډله

د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو یا «جي-اووه» ډلې ژمنه وکړه چې له بې‌وزلو هېوادونو سره به د کرونا ضد یو میلیارد دوزه واکسین مرسته کوي.

د دې ډلې د سرمشریزې کوربه د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون پرون یکشنبه د درې ورځنۍ سرمشریزې په پای کې دغه اعلان وکړ او ویې‌ویل چې دغه واکسین به مستقیم هېوادونو ته ورکول کېږي یا به‌یې د روغتیا د نړیوال سازمان ائتلاف کوواکس ته ورکول کېږي.

متحده ایالاتو د نیم میلیارد او بریتانیا د ۱۰۰ ملیون دزه واکسین د مرستې ژمنې کړې دي، خو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د نړۍ په سلو کې ۷۰ وګړو د واکسین کولو لپاره ۱۱ میلیارد ډوزه واکسین ته اړتیا ده.

د امریکا ولسمشر جوبایډڼ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دا به د «جي-اووه» د ډلې له‌خوا وروستۍ مرسته نه‌وي، بلکې متحده ایالات ښایي پر نیم میلیارد ډوزه واکسین سربېره یو میلیارد دوزه نور هم برابر کړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG