په کابل کې د امریکا د متحد ایالاتونو سفارت وایي، د کرونا وبا له امله سر له سبا د ویزې د ورکړې چارې ځنډوي.
د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي دي، له هغو کسانو سره به چې وار له مخه د مرکو وخت ټاکل شوی دی په مستقیم ډول تماس ونیول شي.
په خبرپاڼه کې له هغو خلکو چې د امریکا د ویزې غوښتنه لري، هیله شوې ده چې سفارت ته ورنه شي او له سفارت سره په ارتباط کې نه شي.
سفارت ویلي دي چې هدف یې د ویزو د ورکړې له ځنډېدو د خپلو کارکوونکو او درخواست ورکوونکو روغتیا ده.