د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۳

ګڼو چارواکو او شخصیتونو د رسول باوري مړینه یوه ضایعه بللې


د افغانستان اطلاعاتو فرهنګ وزارت پخوانی فرهنګي مرستیال محمد رسول باوري
د افغانستان اطلاعاتو فرهنګ وزارت پخوانی فرهنګي مرستیال محمد رسول باوري

ګڼو چارواکو او شخصیتونو د کابل پوهنتون د استاد او د پېژندل شوي لرغونپوه پوهاند محمد رسول باوري پر مړینه خواشیني وښوده.

پوهاند باوري شااوخوا څلور کاله د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستیال و، د دې وزارت ویاند صابر مومند د هغه د هڅو په اړه وویل: "د پوهاند باوري د ماموریت پرمهال په هېواد کې بې شمېره ابدې ورغول شوې، تاریخي اثار رااویستل شول او په ملي موزیم کې نندارې ته کېښودل شول."

د څلورشپېته کلن باوري شااوخوا ۱۶ کتابونه په پښتو، دري او نورو ژبو خپاره شوي.

ولسمشر محمد اشرف غني په یوه اعلامیه کې ویلي چې ارواښاد باوري په زرګونو محصلان روزلي او د لرغونپوهنې په برخه کې یې زیات خدمتونه کړي.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، نورو چارواکو او فرهنګپالو د رسول باوري مړینه یوه ضایعه بللې او د هغه له کورنۍ سره یې خواخوږي ښوولې ده.

XS
SM
MD
LG