د امریکا متحده ایالات به د کووېډ – ۱۹ ضد فایزر واکسین پنځه سوه میلیونه ډوزه وپیري او د کوواکس نړیوال ایتلاف له لارې به یې راتلونکې کال د نړۍ ۹۲ بې وزلو هېوادونو او افریقایي ټولنې ته وړیا ورکړي.
دا خبر امریکایي رسنیو د یو شمېر باخبره سرچینو له قوله ورکړی او ویلي یې دي چې ولسمشر جو بایدڼ به په دې اړه د اوو سترو صنعتي هېوادونو یا جي اووه ډلې په سرمشریزه کې اعلان وکړي.
بایډن په دې سرمشریزه کې د ګډون لپاره پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۱۹مه) لندن ته تر روانېدو مخکې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دی د نړۍ لپاره د واکسین کومه ستراتیژي لري او که نه؟ یوازې دومره وویل چې دی په دې اړه ستراتیژي لري او هغه به اعلان کړي.
د راپورونو له مخې بایډن به دغه اعلان نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۰مه) دغې درې ورځنۍ سرمشریزې تر پرانیستل کېدو مخکې وکړي.
دغه راز د جي اووه د سرمشریزې د اعلامیې د مسودې له مخې چې یوه کاپي یې بلومبرګ نیوز لیدلې، د دې ډلې مشران به هم د ودې په حال کې له هېوادونو سره راتلونکې کال د نورو یو میلیارډ ډوزه واکسین د مرستې ژمنه هم وکړي.