- نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې افغانستان کې د هلو ټرسټ د ماین پاکۍ مؤسسې په کارکوونکو د برید په اړه لیکنه کړې.
افغان چارواکو د چهارشنبې په ورځ تأیید کړه چې بغلان ولایت کې د وسلهوالو کسانو په برید کې د دې مؤسسې ۱۰ کارکوونکي وژل شوي او ۱۶ نور هم ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د دې پېښې مسؤل طالبان بللي، خو طالب ویاند ذبیحالله مجاهد د سې شنبې د شپې په دې برید کې لاس لرل رد کړي او پېښهیې غندلې.
د هلو ټرسټ مؤسسه چې د امریکا او بریتانیا لهخوا تمویلېږي یوه اعلامیه کې یې ویلي، د سې شنبې په ماخوستن ۱۰ بجې ناپېژانده وسلهوال د دوی د ماین پاکۍ یو کمپ ته ورغلل او دغلتهیې پر ۱۱۰ تنو کارکوونکو او د سیمې پر اوسېدونکو ډزې وکړې.
نیویارک ټایمز په دې اړه لیکي، طالبانو په وروستیو اوونیو کې په بغلان کې څو سیمې نیولي او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هممهاله په دې ولایت کې وسلهوالو طالبانو پرمختګ کړی دی.
د لیکوال په باور ټاکل شوې د جولای تر نمايي پورې ټول نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.
وړاندې راغلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د ادارې چارواکي نهغواړي چې د افغانستان ښارونه د طالبانو لاس ته ولوېږي.
نیویارک ټایمز زیاتوي دا مهال دا چارواکي په دې اړه بحثونه کوي چې ایا د امریکا پوځي الوتکې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره پاتې شي او که له افغانستان څخه ووځي.
- ګارډین
ګارډین ورځپاڼې هم بغلان کې د هلو ټرسټ ماین پاکۍ د مؤسسې د ۱۰ افغان کارکوونکو په وژل کېدو راپور خپور کړی.
د ورځپاڼې په وینا دا مؤسسه چې افغانستان کې شااوخوا درې زره کارکوونکي لري، د بېړنۍ اړتیا له مخې په یو مهم کار بوخته ده او هغه په یو جنګ ځپلي هېواد کې د ماینونو پاکول دي.
د ګارډین په باور د افغانستان د خلکو لپاره له دې هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړه دغلته د وینې تویېدلو د زیاتېدو په معنی ده، نه د کمېدو په معنی.
وړاندې راغلي دي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې له مخې پیل شوې د سولې بینالافغاني خبرې هم له خنډ او ځنډه سره مخ دي او کوم روښانه لرلید یې نه تر سترګو کېږي.
خو د چهارشنبې په ورځ د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاویو تأیید کړه چې د سولې د خبرو د چټکولو لپاره یو تفاهم ته رسېدلي دي.
- ډيپلومات
ډیپلوماټ خپرونې هم له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو بحث کړی.
دې خپرونې د یوې لیکنې پیل کې ویلي، طالبان او حکومت ځانونه یوې تازه مبارزې ته چمتو کوي.
د لیکوال په باور د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره هممهاله افغانان د راتلونکي په اړه اندېښمن دي.