د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۳

چین کې افغان سفیر: د چین مرسته شوي واکسینونه کابل ته واستول شول


د چین له خوا هغه واکسینونونه چې افغانستان ته به واستول شي.
د چین له خوا هغه واکسینونونه چې افغانستان ته به واستول شي.

په چین کې د افغانستان سفیر وايي، د چین له خوا مرسته شوي کرونا-ضد واکسینونه د (MCC) شرکت په همکارۍ، کابل ته واستول شول.

جاوېد احمد قایم ازادي راډیو ته وویل، د سینوفارم په نوم د دغه اووه لکه ډوزه واکسینو او څه باندې اووه لکه سرنجونو بسته به سبا پنجشنبه کابل ته ورسېږي.

دی واييک "د انتقال او بیمې لپاره تقریباً یو اعشاریه اووه میلیونه ین چې څه کم درې لکه امریکايي ډالر کېږي په کار وو. دغه لګښت MCC شرکت پر غاړه واخېست، بیا مو د انتقال لپاره د Genertic په نوم یو شرکت پیدا کړ. ټرانسپورټي شرکت ته تسلیم شوي او دغه هېواد به د جون پر لسمه [پنج شنبه] کابل ته ورسېږي."

په وروستیو کې په افغانستان کې د کرونا د بدلې شوې بڼې مثبتې پېښې او ورسره د مړینو شمېر زیات شوی دی.

روغتیا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې روغتیايي- تدابیر رعایت کړي چې په وار- وار د لاسونو مینځل، دوه مټره واټن ساتل او د ګڼه ګوڼې ځایونو ته له تګ ډډه کول دي.

XS
SM
MD
LG