د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۳

د اروپا او مرکزي اسیا اقتصاد ته د نړیوال بانک اندېښنه


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

نړیوال بانک وايي، که اروپا او مرکزي اسیا لا هم د کرونا ویروس د وبا د مهارولو په چارو بوخت وي، د دغو ساحو اقتصادي لیدلوری به تت وي.

د پیسو نړیوال صندوق پرون سې شنبه (د غبرګولي ۱۸مه) په خپل تازه اقتصادي راپور کې ویلي، د دوی د ډلبندۍ له مخې په دغو ساحو کې ۲۳ هېوادونه به په ۲۰۲۱میلادي کال کې ۳ اعشاریه ۹ فیصده اقتصادي وده ولري.

د راپور په حواله، د کرونا ویروس د نوېو پېښو د زیاتېدو له کبله ښايي د دغو هېوادونو بهرنۍ تقاضا زیاته وي او د صنعتي مالونو قیمتونه به په کې لوړ شي.

نړیوال بانک په وروستیو کې خبرداری ورکړی چې په نابرابره توګه خلکو ته واکسین ورکول او د وړو اقتصادونو نه ملاتړ د دې سبب شوی چې وضعیت لا هم 'نامشخص" پاتې وي او د سیمه ییز اقتصاد احیا کېدل ښايي سخت وي.

XS
SM
MD
LG