د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۳

د المپیک ۵۰ سلنه ګډونوال جابان کې د سږنۍ لوبو د ترسره کېدو ملاتړ کوي


ارشیف، جاپان کې د المپيک لوبو نښان
ارشیف، جاپان کې د المپيک لوبو نښان

د یوې نوې سروې نتیجه ښیي چې د ګډونوالو نیمایي برخه‌یې په جابان کې د المپیک د سږني دوبي د لوبو د ترسره کېدو ملاتړ کوي.

د یومیوری شیمبون ورځپاڼې له‌خوا په ترسره شوې دغه سروې کې له ګډونوالو دا پوښتنه شوې چې ایا غواړي په توکیو کې د المپیک لوبې ترسره شي؟

نیمایي یعنې په سلو کې ۵۰ ګډونوالو یې ملاتړ کړی دی.

تر دې مخکې سروې‌ګانو کې ډېرو ګډونوالو یې د دغو لوبو د لغوه کېدو یا هم د ځنډولو غوښتنه کړې وه.

ټاکل شوې وه چې د المپیک لوبې تېر کال په توکیو کې ترسره شي، خو د خپرې شوې کرونا وبا له امله د جولای ۲۳مې ته ځنډول شوې دي.

XS
SM
MD
LG