افغانستان
برېښنا شرکت: د برېښنا نړول شوې پایې ورغېدې او فعالې شوې
د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې د کابل په قره باغ او کلکان ولسوالیو کې یې د برېښنا نړول شوې ستنې جوړې کړي دي.
دوی تېره شپه په یوه اعلامیه کې وویل، له دې سره بېرته کابل او شااوخوا ولایتونو ته یې وارداتي برېښنا په عادي ډول وصل شوه.
د برېښنا پایه د وروستي ځل لپاره تېره سې شنبه د قره باغ ولسوالۍ په شینوارو سیمه کې ونړول شوه چې کابل او یو شمېر نور ولایتونه یې تیاره کړل.
برېښنا شرکت له دې وړاندې هم د برېښنا د ۱۳ پایو د نړولو خبر ورکړی و.
د افغانستان اوسنۍ برېښنا ۷۰ په سلو کې وارداتي ده چې له ترکمنستان، ازبیکستان او تاجکستان نه یې اخلي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د سالنګ لاره د کوچنیو موټرو پرمخ خلاصه شوه
د سالنګ لویه لار چې تېره شپه د هر ډول موټرو پر مخ تړل شوې وه، نن (د مرغومي ۲۹مه) یوولس نیمې بجې یوځل بیا د کچنیو مسافروړونکو موټرو لپاره پرانیستل شوه.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په یوه اعلامیه کې لیکلي، هغو چټکو مسافروړونکو موټرو ته چې د سالنګونو په دواړو غاړو کې بند پاتې وو، د حرکت اجازه ورکړل شوه.
دغه لار تېره شپه د درنې واورې، د لید ساحې د محدودیت او سخت توفان له کبله د هر ډول موټرو پرمخ تړل شوې وه. حق شناس لیکلي، چې د درنو واورو له کبله د دې لارې د بیا تړل کېدو امکان شته.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت له مسافرو او چلوونکو غوښتنه کړې، چې پر سالنګ لار د تګ راتګ پر مهال تاوده کالي، خوراکي مواد او د وسایطو لپاره ژمني وسایل له لکه زنځیر او نور تجهیزات ولري.
له ایران او پاکستانه ۷۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې
له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د ۷۵ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی.
باختر خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن (د مرغومي ۲۹مه) خبر ورکړ، چې «پرون د تورخم له لارې ۱۱ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۰، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۰ او د هرات د اسلام کلا بندر له لارې ۴۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.»
په خبر کې نه دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه هېواد ته راستنې شوي که په جبري ډول ایستل شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان- IOM وايي، چې د ۲۰۲۴م کال له جنورۍ میاشتې څخه تر ډسمبر میاشتې پورې څه باندې یو میلیون او ۲۰۰زره بې اسناده افغانان یوازې له ایرانه افغانستان ته ایستل شوي دي.
د دې بنسټ په وینا، په دغو کسانو کې څه باندې ۶۷ سلنه یې په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. له پاکستانه هم د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج روان دی.
یونیسیف وايي، د افغانستان د اوبو بحران د ماشومانو ژوند هم ګواښي
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف وايي چې په افغانستان کې د اوبو بحران د ماشومانو ژوند هم ګواښي.
په افغانستان کې د یونیسف استازي ډاکټر تاج الدین اویوالې پرون پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د اوبو بحران په افغانستان کې د ماشومانو بقا ته خطر پېښ کړی. نوموړی وايي چې پر دې سترګې نه شي پټېدای.
ښاغلي اویوالي د یونیسف له تمویلوونکو او شریکانو څخه مننه کړې، چې په ۲۰۲۴م کال کې یې د یو میلیون ماشومانو لاسنیوی کړی دی. اویوالي دا یادونه هم کړې چې، په داسې حال کې چې ۲۰۲۵م کال پیل شوی، په افغانستان کې د اوبو د برابرولو لپاره هڅې باید دوام وکړي.
د پاکستان د کراچۍ له زندانه ۲۹ تنه افغانان خوشې شول
په کراچۍ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان قونسلګري د پولیسو له توقیف څخه د ۲۹ افغان وګړو د خوشې کېدو خبر ورکوي.
دې قونسلګرۍ پرون پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې دا کسان مخکې له دې چې زندان ته واستول شي، خوشې شول او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د قونسلګرۍ په وینا، دغو افغانانو د مهاجرت کارډونه هم درلودل، چې کراچۍ ته له داخلېدو وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نېټې د افغان پناه غوښتونکو د نیولو لړۍ ګړندۍ شوې ده.
د سالنګ لویه لاره یوځل بیا د هرراز موټرو د تګ راتګ پرمخ بنده شوه
د سالنګونو لویه لاره د درنې واورې له کبله، په موقت ډول د هر ډول موټرو پرمخ تړل شوې ده.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه لار تېره شپه «د واورې د اورښت، توفان، د لید د ساحې د محدودیت او د انساني تلفاتو او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه» تر بلې خبرتیا پورې د هر ډول وسایطو پر مخ وتړل شوه.
په خبرپاڼه کې له خلکو غوښتنه شوې چې له ضرورت پرته د سالنګونو په ګډون پر نورو خطرناکو لارو له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د واورو، بارانونو او سېلونو اټکل
د افغانستان د هواپېژندنې ریاست نن د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د درنې واورې، باران او سېلابونو اټکل کړی دی.
د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژنې ریاست پرون په یوه اطلاعیه کې وویل چې په سالنګونو او همداراز په هرات، فراه، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، دایکنډي، پکتیکا، غزني، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، سمنګان، بلخ، بغلان، پروان، كابل، پنجشېر، نورستان، بدخشان، کاپیسا، ننګرهار او لغمان ولايتونو کې د درنې واورې، تېز باران او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.
د اطلاعیې له مخې په بېلابېلو سیمو کې به د باران اندازه له ۱۵ تر ۵۰ ملي مټرو او د واورې اندازه له ۱۰ تر ۴۰ سانتي مټرو پورې وي.
د طالبانو پلاوی د افغان بندیانو په اړه د خبرو لپاره ایران ته تللی دی
د طالبانو د حکومت یو پلاوی په ایران کې دی څو د دې هېواد په محبسونو کې د افغان بندیانو د برخلیک په اړه له چارواکو سره خبرې وکړي.
د طالبانو د حکومت سترې محکمې په یوه بیان کې چې پرون یې پر خپله ایکس پاڼه خپور کړی ویلي چې د سترې محکمې د اداري مرستیال شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ پلاوی به د دوه ورځني سفر پرمهال له ایراني چارواکو سره خپل هېواد ته د افغان بندیانو د ستنولو، په اعدام د محکومو افغانانو د برخلیک او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړي.
په ایران کې د افغان بندیانو دقیق شمېر نه دی معلوم خو په تېره لړم میاشت کې د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویاند وویل چې د دې هېواد په زندانونو د افغان کډوالو شمېر خورا زیات دی. یوشمېر دا افغانان د مخدرموادو په قاچاق او نور د قانوني اسنادو د نه لرلو په ګډون په بېلابېلو جرمونو تورن دي.
د ایران د بشري حقونو بنسټ چې مرکز یې په ناروې کې دی، دوه اونۍ مخکې آزادۍ راډیو ته وویل چې یوازې په تېر ۲۰۲۴ کال کې په ایران کې له اویا تنو ډېر افغانان اعدام شوي دي.
د انګورو اډې ترانزیتي لاره د موټرو پرمخ خلاصه شوې ده
راپورونه وايي چې د پکتیکا ولایت او خیبرپښتونخواایالت ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د انګورو اډې ترانزیتي لاره له اوږده ځنډ وروسته د موټرو پرمخ خلاصه شوې.
دا لاره له نژدې شپاړسو میاشتو راهیسې د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړې پر وړاندې چې پر دې لاره د تېرېدونکو کسانو لپاره یې د پاسپورټ او ویزو لرل حتمي وګرځول، قومي مشرانو د اعتراض په توګه بنده کړې وه خو له سیمې څخه یوې سرچینې آزادۍ راډیو ته وویل چې دا لاره له پرونۍ ورځې را په دې خوا یوازې د موټرو لپاره پرانیستل شوې ده.
د امریکا غږ ډیوې راډیو د سیمې د احمدزیو- وزیرو قومي مشرانو او سوداګرو له قوله راپور ورکړی چې دوی وايي، د انګورو اډې د لارې د پرانیستلو اعلان یې ځکه وکړ چې په دې سیمه کې تجارتي فعالیتونه بند شوي او ورسره د زرګونه خلکو ژوند او کاروبار اغېزمن شوی دی.
د طالبانو حکومت او پاکستاني چارواکو په دې اړه رسما څه نه دي ویلي.
د انګورو اډې او سپین بولدک- چمن لارې پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره د ویزو او پاسپورت د حتمي کولو لپاره د پاکستاني چارواکو له پرېکړې وروسته د معترضانو له خوا وتړل شوې.
د کورنیو بېځایه شویو او افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د موافقې لاسلیک
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولي وايي چې د ملګروملتونو د کډوالو له لویې کمیشنرۍ سره یې د افغان کډوالو د ملاتړ په اړه یو تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.
د اروپایي ټولنې استازولۍ په یوه بیان کې چې پر خپله ویبپاڼه یې خپور کړی ویلي دي چې دوی به په افغانستان کې د کورنیو بېځایه شویو او د هغو د کوربه ټولنو او همداراز په ایران، پاکستان او د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو ملاتړ وکړي.
بیان زیاتوي چې د دې پروګرام په ترڅ کې به د اروپايي ټولنې د ۳۶ میلیون یورو په بسپنه له سلګونه زره کورنیو بېځایه شویو، کډوالو او راستنېدونکو سره د ژوند د فرصتونو او نورو بنسټیزو خدماتو په برخه کې مرسته وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۳ کال له نوامبر میاشتې راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر زور اخیستی او په عین حال کې ایران هم پر افغان کډوالو د ژوند کړۍ تنګه کړې او ایراني چارواکو ویلي دي چې تر نوي ۱۴۰۴ ه. ل کال پورې به دوه میلیون غیرقانوني افغانان وباسي.
د بښنې نړیوال سازمان: د پاکستان حکومت دې ژر تر ژره ټول نیول شوي افغان کډوال خوشې کړي
د بښنې نړیوال سازمان امنیستي انټرنشنل جنوبي آسیا څانګې نن جمعه په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې نوی کال په اسلام آباد کې د افغان کډوالو لپاره له ویرې او اندیښنې سره مل و ځکه پولیسو د شپې چاپې او ځورونې پیل کړي او په سلګونو افغان کډوال یې په غیرقانوني توګه توقیف کړي دي.
امنیستي انټرنشنل له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې سمدستي نیول شوي کسان خوشې کړي او هغه نوې پالیسۍ لغوه کړي چې له مخې یې په پلازمینه کې د پاتیدو لپاره د NOC په څیر د اضافي اسنادو غوښتنه کوي. د دې سازمان په وینا دا له خطرسره مخ کسان له نور سرخوږي سره مخامخ کوي.
د راپورونو له مخې پاکستاني پولیسو په وروستیو څو اونیو کې په اسلام آباد کې په سلګونو افغان کډوال نیولي دي.