د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

مسیر: افغان حکومت او طالبان د خبرو بیا پیل ته تیار دي، خو څه ډول؟


کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼې

د کابل چاپ د نن ورځې په ورځپاڼو کې تر ډېره په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د بل پړاو خبرو په اړه مقالې او تبصرې خپرې شوي دي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې لیکلي په دوحه کې د دواړو لوریو ترمنځ د سولې خبرې یو وار بیا په داسې حال کې پیلیږي چې دلته په افغانستان کې د جګړې اور پراخه شوی دی او خلک د سولې په اړه له سختۍ ناهیلۍ سره مخ دي.

ورځپاڼې لیکلي دي یوازې په دریو ورځو کې د ښکیلو لوریو د جګړې له امله په دې هيواد کې ۶۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

لیکوال لیکي:

د سولې دې پړاو خبرو ته خلک ډېره هیله مندي ځکه نه لري چې په یو وخت کې د جګړې شدت او د سولې خبرې ناممکنه دي، دی وړاندیز کوي هغه خت به خلک د سولې روانې پروسې ته هیله من شي چې له امله يې دلته په افغانستان کې روانه وینه بهیدنه ودریږي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د خبرو په پیل کې باید دواړه لوري لږ تر لږه د جګړې د شدت په کموالي هوکړه وکړي او که داسې ونه شي، نو د مطلب د لیکوال په باور چې دا یوازې د وخت اړول دي او بله هېڅ کومه مثبته پایله نه ورکوي.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم طالبانو جګړې ته زور ورکړ او هڅه يې وکړه چې ځینې کلیدي ولایتونه سقوط کړي، خو د لیکوال په باور د افغان امنیتي ځواکونو کلک هوډ د طالبانو دا هیلې رښتیا کېدو نه پرېنه ښودې.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي دي چې دواړه لوري د خبرو بیا پیل ته تیار دی، خو څه ډول؟

وړاندې راغلي دي چې تېره ورځ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مذاکره کوونکي پلاوي یو شمېر غړي دوحې ته رسېدلي او طالبانو هم د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره د تیارۍ خبر ورکړی، خو د سرمقالې لیکوال لیکلي، معلومه نه ده چې د خبرو اجنډا به څه وي؟ له کومه ځایه به پیلېږي او دا خبرې به له پخوانیو خبرو سره څه توپیر ولري؟

ورځپاڼې لیکلي، دواړو لوریو په داسې حال کې د سولې د خبرو بیا پیل ته چمتوالی ښودلی دی چې په ښکلیلو اړخونو کورني او بهرني فشارونه زیات دي، د خبرو په پیل سره جګړه کمه کړي، خو د مقالې لیکوال فکر کوي چې د دواړو لوریو له کړونو او دریځونو داسې ښکاري چې دوی یوازې غواړي فشارونو ته ځواب ووايي او نور تیار نه دي چې د سولې په خبرو کې مثبت پرمختګ وشي.

لیکوال وړاندیز کړی چې دواړه اړخونه باید نور د بې وزله افغانانو درد او ته وګوري او د زیاتېدو هڅه يې ونه کړي، د جګړې اوږدول او د سولې په لاره خنډونه جوړول باید نور ودرول شي.

ورځپاڼې لیکلي، که د خبرو دې پړاو هم پایله ورنه کړه او یوازې وخت ضایع شو، نو د خلکو پر وړاندې به ښکلېل اړخونه پړه وي او دوی به د هغو وژنو ځواب وايي چې د روانې جګړې له امله رامنځته کېږي.

  • هشت صبح

خو هشت صبح ورځپاڼې بیا د جګړې په شدت کې د سولې د خبرو بیا پیل امیدوارونکی خبر بللی او لیکلي یې دي چې باید دواړه اړخونه دا ځل په اخلاص او جدیت د سولې اړوند مسایلو باندې بحثونه وکړي او مثبتې پایلې له خلکو سره شریکې کړې.

ورځپاڼې لیکلي چې په وروستیو څو میاشتو کې د جګړې د شدت له امله خلکو فکر کاوه چې د سولې دروازې د تل لپاره وتړل شوې، خو د خبرو بیا پیل د جګړې د پای ته رسېدو برخه کې خلک هیله من کړي باید دوی نا امیده نه کړای شي.

ورځپاڼې لیکلي چې په تېره مې میاشت کې د طالبانو جګړې وښوده چې د تاوتریخوالي له لارې واک نه شي ترلاسه کېدای، نو دا ډله باید د جګړې له لارې د حکومت د سقوط کولو هڅه پرېږدي ځکه د لیکوال په خبره د دولت سقوط امکان نه لري.

لیکوال وړاندیز کړی چې افغانستان له سختو حالاتو سره مخ دی له یوې خوا د کرونا له امله د مړینې لوړه کچه او له بل لوري بې وزلۍ د کچې د خلکو ژوند تریخ کړی باید دواړه لوري روان وضعیت درک کړي او جګړه ودروي.

XS
SM
MD
LG