د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

افغانستان: د حزب اسلامي مشر له سیاسي موضوعاتو سره ډېر عادي چلند کوي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

په کابل کې چاپېدونکو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د حکمتیار وروستیو څرګندونو او په افغانستان کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې په اړه مقالې او شننې خپرې کړې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې نننۍ ګڼه کې لیکلي، سوله په افغانستان کې په درواغو نه‌شي ټینګېدلای.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له جمهور رئیس غني او پخواني جمهور رئیس حامد کرزي سره له لیدنې وروسته، له ځینو مسایلو پرده پورته کړه چې ظاهراً افغانان له ډېرو مسایلو بې‌خبره پاتې دي.

په سرمقاله کې وړاندې لیکل شوي، په استانبول ناسته کې د یوې واحدې طرحې سره تګ، د انتقالي حکومت او د یوې با صلاحیته شورا جوړول، د ټولو طالب او حزب اسلامي بندیانو خوشې کېدل او اوربند کول، هغه څه دي چې حکمتیار د جمهور رئیس غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د بحث مهم موارد یادوي.

د سرمقالې د لیکوال له قوله، د حکمتیار څرګندونو ته په کتو سره ښکاري چې د حکومت دننه د نظر ژور اختلاف شته.

لیکوال وړاندې لیکلي، د شنبې په ورځ د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب وویل چې د دولت عالي شورا به یوازې د سولې په برخه کې فعالیت لري، خو اوس حکمتیار د دې شورا په اړه بل څه وايي. هغه ویلي دا شورا به په ټولو مسایلو کې د پرېکړې مهم ادرس وي.

د مقالې په پای کې راغلي، که حکومتي چارواکي رښتیا وايي، نو سیاسي رهبران ولې د خلکو په سترګو کې خاورې شیندي او که سیاسي رهبران رښتیا وايي، نو حکومتي چارواکي ولې د سولې اړوند ناسم خبرونه خلکو ته اوروي.

  • افغانستان

افغانستان ورځپاڼې بیا د ښاغلي حکمتیار په وروستیو څرګندونو د نیوکې په توګه لیکلي، د حزب اسلامي مشر له سیاسي موضوعاتو سره ډېر عادي چلند کوي او دا یې د هغه په علمیت او د مسایلو په اړه کمه پوهه بللې.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، دا سمه ده چې حکمتیار په تېرو دوو لسیزو کې په جګړه کې پاتې شوی، خو اوس چې د افغانستان د سیاسي حالاتو په اړه څرګندونې کوي او د مهمو مسایلو سره په ډېره عادي لهجه مخ‌ته ځي، یا خو حالات د کابو کېدو په حال کې دي او یا هم ښاغلی حکمتیار د معلوماتو له کمښت سره مخ دی.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې ښاغلی حکمتیار دې په دې پوه شي چې اوس افغانستان یو اساسي قانون او بیداره ولس لري او هېڅ‌کله هم هغه ډول نظامونه نه‌شي راتلی چې د خلکو غوښتنې او ارزښتونو ته په‌کې پام ونه‌شي.

د سرمقالې په پای کې لیکوال په دې ټینګار کړی او ویلي دي چې که هر سیاسي رهبر د افغانستان د روانو سیاسي حالاتو په اړه څرګندونې کوي، باید د ولس د غوښتنو سره سمې وي.

  • اصلاح

اصلاح ورځپاڼې په هېواد کې د کرونا ویروس درېیمې څپې چټکې خپرېدا ته په اشارې لیکلي، اوس په افغانستان کې کرونا یوه جدي اندېښنه ده.

سرمقاله لیکونکي وړاندې لیکلي، که څه هم واکسین د دې ویروس مخه نیسي، خو په افغانستان کې باید د عامې روغتیا وزارت روغتیايي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وشي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، د کرونا درېیمې څپې په اړه په داسې حال کې اندېښنې په ډېرېدو دي چې خلک د دې ویروس د لومړۍ څپې په پرتله دا ځل له دې ویروس سره سطحي چلند کوي.

د سرمقالې لیکوال په حکومت نیوکه کړې چې د درېیمې څپې لپاره‌یې لازم اقدامات نه‌دي نیولي، د هوټلونو، تعلیمي او تحصیلي بنسټونو رخصتول دا چاره نه‌شي کابو کولای، څو په دې اړه جدې اقدامات ونه‌شي.

د سرمقالې په پای کې وړاندیز شوی چې د زیات واکسین په رانیولو کې او د بهرنیو مرسته کوونکو د مرستو د جلب لپاره باید نه‌ستړې کېدونکې هلې ځلې وشي.

XS
SM
MD
LG